د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نه چین ته د جلغوزو صادرات بیا پیل شول


یوه بار وړونکې الوتکه چې ۴۵ ټنه جلغوزي پکې بار و تیره ورځ د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه د چین په لور روانه شوه.

دا د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی لومړي ځل دی چې د هوایي دهلیز د لارې د افغانستان نه بهر ته صادارت کیږي.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته وویل چې د جلغوزو دا صادرات به د چین او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ اړیکې قوي کړي.

ښاغلي بلال وویل چې د جلغوزو د صادراتو په هکله د کابل او بیجنګ د چارواکو تر منځ څو ځله خبرې اترې شوې وې او ښایي په راتلونکو ورځو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په نورو برخو کې هم پرمختګ وشي.
هغه زیاته کړه، "د جلغوزو ننني صادرات په ځانګړي توګه د دواړو هیوادونو تر منځ د نوي پیل نښه ده".

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو هم د جلغوزو صادارت تائید کړي او ویلي یې دي چې د دې جلغوزو څخه لاسته راغلی عاید به د افغانستان بزګرانو ته ډیره ګټه ورسوي.

ښاغلي وانګ یو په ټویټر کې لیکلي، "دا لږ جلغوزي افغان ولس ته خوښي او د چین ولس ته خوند ور په برخه کوي. د جلغوزو هوایي دهلیز د دواړو هیوادونو مهمه ملګرتیا ده".

د افغانستان جلغوزي یوازې چین ته نه بلکې نورۍ نړۍ ته هم ځي خو چین یې یو تر ټولو ستر واردونکی هیواد دی.

چین ته هوایي دهلیز د ۲۰۱۸ کال د نومبر په میاشت کې د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په حکومت کې پیل شو چې له یوې خوا د چین بازارونو ته د افغانستان د وچې او تازه میوو د صادراتو سره مرسته وشي او له بلې خوا د سوداګرۍ د پراخ کسر مخه ونیول شي.

په هغه وخت کې چارواکو اټکل کړی و چې د همدې هوایي دهلیز له لارې به هر کال د افغانستان څخه ۲۳ زره ټنه جلغوزي چین ته صادریږي چې ټول ارزښت یې شاوخوا ۸ سوه میلیونه امریکایي ډالره کیده.

دغه هوایي دهلیز په افغانستان کې د جلغوزو د صنعت سره ډیره مرسته وکړله او یوازې تیر کال په چین کې واردونکو قرارداد کړی و چې په راتلونکو پنځو کالونو کې به د افغانستان څخه د ۲ میلیارد ډالرو نه ډیر جلغوزي پیري.

چین د پخوا نه پدې اند دی چې اقتصادي همکاري په افغانستان کې د ثبات یوه لار ده او د همدې همکارۍ د لارې به د چین ضد وسله والو مخه هم ونیول شي چې ونشي کړی د افغانستان د خاورې نه په چین د برید کولو لپاره کار واخلي.

وروسته تر هغه چې چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه د اګست په میاشت کې د افغانستان نه ووتل، چین د افغانستان د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو سره په ګډه کار کوي چې د طالبانو سره په افغانستان کې د امنیت او ثبات په راوستلو کې همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تیره اونۍ په دوحې کې د طالبانو د مشرانو سره دوه ورځې خبرې اترې درلودې.

په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین په هکله اندیښنه لري.

ښاغلي وانګ په اعلامیې کې همدرانګه ویلي و چې " یو ځل چې په افغانستان کې امنیت وضعیت ثابت شي، چین به د افغانستان سره د اقتصادي بیارغونې، د سیمې سره داتصال د پیاوړتیا او په خپلواکه توګه د پرمختګ په هکله په همکاريو وغږیږي."

XS
SM
MD
LG