د لاس رسي وړ اتصالات

چین د تایوان ټاپو شاوخوا ته جنګي الوتکې او کښتۍ استولي


د تایوان د دفاع وزارت وایي د چین پوځ د دې ټاپو شاوخوا ته لسګونه جنګي الوتکې او کښتۍ استولي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې چې شنبه اګست ۲۶ (وږي۴) یې خپره کړې ویل شوي چې په سیمه ایز وخت سهار وختي د چین خلق آزادۍ پوځ ۳۲ جنګي الوتکې او ۹ جنګي کښتۍ د ټاپو په شاوخوا کې لیدل شوي .

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د چین د پوځ شلو الوتکو د تایوان تنګې منځنۍ کرښې څخه تیرې شويدي او هم یې د هوایي دفاع د پیژندګلوۍ سیمې څخه سرغړاونه کړې.

وزارت ویلي چې د چین دې کړنې په غبرګون کې تایوان هم خپل د توغندیو سیستم او جنګي کښتیو ته امر کړی و چې ځواب یې ووایي.

د چین دې اقداماتو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تایوان یې د ۵ ملیون ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړی. پدې وسلو کې د ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو لپاره د لټون او لار تعقیب کولو سیستمونه او نورې پرزې شاملې دي.

چین د متحده ایالاتو لخوا په تایوان د دې وسلو پلور سره مخالفت څرګند کړی او دایې د چین په کورنیو چارو کې د امریکا "ناوړه لاس وهنه" بللې.

که له یوې خوا د تایوان سره د متحده ایالاتو نظامي او نورو مرستو زور اخیستی بل پلو بیا د چین پوځ پدې تیرو څو کالونو کې د دې ټاپو په شاوخوا کې خپل نظامي فعالیتون ډیر کړي او جنګي الوتکې او جنګي کښتۍ یې هم ددې ټاپو په لور استولي دي.

امریکا د تیرې جولای په میاشت کې هم د تایوان د ۳۴۵ ملیون ډالرو په ارزښت د امنیتي مرستو اعلان وکړ چې چین پرې انتقاد وکړ په متحده ایالاتو یې تور ولګاوه چې په دا شان کړنو سره کوښښ کوي تایوان په سلا کوټ بدل کړي.

د تایوان د چارو لپاره د چین دفتر په یوې اعلامیې کې د تایوان سره د متحده ایالاتو په نظامي مرستو جدي مخالفت څرګند کړی و او ویلي و چې د تایوان سره د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو هر ډول مرستې به د خپلې خاورې سره د تایوان یو ځای کولو لپاره د چین اراده کمزورې نکړي.

چین د تایوان ټاپو د خپلې خاورې برخه بولي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې که اړتیا یې پیدا شي په زور به یې د ځان سره یو ځای کړي.

سره لدې چې تایوان د متحده ایالاتو څخه د ۱۹ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پیرلي دي خو لا هم ډیرې یې د تولید او کانګرس لخوا منظوریدو کې د ځنډ له کبله ندي ورکړل شوي.

د چین چارواکو تر دې وړاندې هم په متحده ایالاتو انتقاد کړی و چې په تایوان د وسلو په پلور سره دا هیواد په یو "خطرناک موقعیت او سلاکوټ" بدلیږي او د پدې تړانګې کې د جګړې پیښیدو خطر ډیریږي.

تایوان په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د کورنۍ جګړې څخه وروسته د چین څخه بیل شوی او د هماغې نیټې راپدیخوا د چین کمونیست ګوند پدې ټاپو کې حکومت ندی کړی.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې د څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي ډول نفوذ په اړوند مسلو د اختلاف له امله ترینګلې دي.

چین، د تایواني او امریکایي چارواکو هر ډول اړیکي د خپلې خاورې په توګه د یاد ټاپو د ادعا په وړاندې یوه ننګونه ګڼي.

متحدو ایالتونو په ۱۹۷۹ میلادي کال کې له تایوان سره خپلې رسمي اړیکې بندې کړي او په رسمي ډول یې د چین له دولت سره دپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

امریکا د "واحد چین" د پالیسۍ تائید کوي، بیجینګ د تایوان د مالکیت ادعا کوي خو واشنګټن د یاد ټاپو په اړه د چین د ادعاو ملاتړ نه کوي او تایوان ته د نظامي او دفاعي مرستو مهم مهیا کوونکی پاتې شوی دی.

بیجینګ ادعا کوي‌ چې تایوان یې د خاورې یوه برخه ده او له نورو هیوادونو سره د تایوان د هر ډول رسمي تماس سره مخالفت ښکاره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG