د لاس رسي وړ اتصالات

متقي د چین غونډې ته: هڅه کوو سیاسي جوړښت زیات همه شموله شي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي د سیاسي جوړښت د لا زیات همه شموله کېدو هڅې روانې دي.

ښاغلي متقي د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۱) په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې هیوادنو غونډه کې ویلي چې په همدې هدف په کور دننه شخصیتونو سره د اړیکو نیولو لپاره د کابینې په کچه یو کمېسیون جوړ شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي: "د افغانستان نوی حکومت غواړي چي په خپل متوازن اقتصاد محوره سیاست افغانستان له ټکرونو وساتي. د ا.ا. کابینې د وزیرانو په کچه کمېسیون تشکیل کړی چې په کور دننه هم له افغان شخصیتونو سره اړیکې ونیسي... حکومت هڅه کوي چې سیاسي جوړښت لا زیات همه شموله شي."

د بیان له مخې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملاتړ غوښتنه کړې، هغه زیاته کړې چې د نوي حکومت تقویه کیدل د ټولو په ګټه دي او کمزورتیا یې د ټولو په زیان ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په یاده غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې باید د هیچا لپاره ګواښ نه وي موجود. چین د افغانستان بحران او په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو په هدف یاده غونډه رابللې وه.

بلخوا د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې هیوادونو په ګټه دی.د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ونبین د نوموړي له قوله ویلي چې هیواد یې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام کوي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان چې په یاده ناسته کې ګډون کړی ویلي چې ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان په سولې او ثبات کې مهم رول تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدل په افغانستان کې د ثبات ټینګېدو تضمین کوي.

ښاغلي عبداللهیان ویلي چې د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره باید سیمه ییز مرستندویه میکانیزم رامنځته شي چې د افغانستان له بیارغونې او پرمختګ سره مرسته وکړي.

طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه د کابل له نیولو وروسته خپل حکومت اعلان کړ چې تر دې دمه هېڅ یو هیواد په رسمیت پېژندلی نه دی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړول، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم حق ورکول او د اقلیتونو حقوق تامینول د اساسي شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.

متحده ایالاتو تر دې مخکې ویلي و که طالبان نړیوال شهرت غواړي باید د دوی شرایط ومني.

XS
SM
MD
LG