د لاس رسي وړ اتصالات

چین د افغانستان پولې سره نږدې د تاجکستان لپاره اډه جوړوي


د اډې مالي لګښت چین ورکوي او د تاجکستان پولیسو ته به وسپارل شي.
د اډې مالي لګښت چین ورکوي او د تاجکستان پولیسو ته به وسپارل شي.

د تاجکستان چارواکي وایي چین د افغانستان پولې سره نږدې د پولیسو لپاره نظامي اډه جوړوي. بیجنګ پداسې حال کې دا اډه جوړوي چې دواړه هیوادونه پدې اندیښمن شوي چې طالبان ښایي سخت دریځه ډلې مهارې نشي کړی.

ویل کیږی چې چین د تاجکستان په جنوب ختیځ کې یوه بله نظامي اډه هم لري او د دې اډې په جوړولو سره به د تاشکند او بیجنګ امنیتي همکاري لا پسې پراخه شي.

د پارلمان یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د تاجکستان ولسې جرګې ددې اډې پلان منظور کړی او د ګورنو - بدخشان ولایت سره نږدې د اشکمش په غرنۍ ولسوالۍ کې به جوړه شي.

دغه ویاند وویل چې د پولیسو د اډې د رغولو ټول لګښت چین ورکوي او د تاجکستان پولیسو ته به وسپارل شي. د پارلمان ویاند د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په اډې ۸.۵ میلیونه ډالر لګښت راځي.
خو د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي په مرکزي آسیا کې هیڅ نظامي اډه نلري.

وروسته تر هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، چین کوښښ کوي د هغوي سره د ملګرتیا اړیکې ټینګې کړي. چین د طالبانو نه غوښتي چې د اویغوري اسلامپالو په خلاف اقدام وکړي ځکه چین ویره لري چې هغوی به د سینګ کیانګ سیمې ته به ننوزي.

پداسې حال کې چې د مرکزي آسیا نورو هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو سره کاري اړیکې ټینګې کړي خو تاجکستان بیا د هغوي سره مخامخ خبرې رد کړي او پر ضد یې څرګندونې کړي.
د تاجکستان سره متحده ایالاتو او چین د سرحدي پوستو په جوړولو او تقویه کولو کې مالي مرستې کړي خو د روسیې یوه ستره نظامي اډه هم په همدې هیواد کې ده. داسې هم ویل کیږي چې د ګورنو-بدخشان په ولایت کې چې د سین کیانګ سیمې سره سرحد لري، چین هم د تاجکستان سره ګډه نظامي اډه لري.

XS
SM
MD
LG