د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: چین مسلمانان په غیر عادلانه توګه ځپي


چین کرار کرار ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې د سینګ یانګ ایالت په نارامه سیمه کې د تروریزم او افراطیت پرضد خپلې مبارزه ته شدت ورکړی دی.

د چین حکومت په دې ورستیو کې په یو لړ داسې اقداماتو باندې لاس پورې کړی دی چې د سینګ یانګ په پلازمېنې ارومچي کې د ۲۰۰۹ کال د مظاهرو راهیسې یې ساری نه و لیدل شوی.

خو د چارو کارپوهان وايي چې دغه عملیات په غیرعادلانه توګه د سیمې غټ اقلیت د اویغور قوم په نښه کوي. چینیايي چارواکي بیا استدلال کوي چې دغه عملیات ځکه ضروري دي چې په سیمه کې ثبات تامین شي ترڅو په دې سیمې کې د پرمختیايي کارونو دپاره لاره هواره شي.

د چین د حکومتي مطبوعاتو د رپوټونو له مخې او د محاکمو د نشر شویو خبرپاڼو له مخې د روان کال د مې د میاشتې راهیسې د ۸ سوو نه زیات اویغوران د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي.

د حکومت مبارزه کرار کرار پسي شدت موندي ځکه د روان کال په پسرلي کې په سیمه کې یو شمیر مرګانۍ تروریستي حملې وشوې.

حکومتي ځواکونو په لومړي پړاو کې یواځې ۲۰۰ کسان نیولي وو خو د مې او جون د میاشتو تر منځ کله چې حکومت د ترهګرۍ پراخ عملیات پیل کړل، دغه شمیر دوه چنده شوه.

د عملیاتو د دویمې میاشتې شمیرې لا اعلان شوي نه دي خو په سیمه کې تیره میاشت د نارامۍ د رامنځ ته کېدو وروسته د چین حکومتي رسینوو خبر ورکړ چې حکومت ۲۳۰ اویغوران د ترهګرۍ په تور نیولي دي.

ایوغوران: د تروریزم په پلمه مونږ ځپل کېږو

د نړۍ د ایوغورانو د کانګرس یو ویاند، دلزت راکشیت وايي چې د روان کال د مې د میاشتې راهیسې د نیول سویو اویغورانو شمیر د ورکړل سوي شمیر نه کیدای سي زیات وي.

راکشیت داسې وايي "د هغه څه له مخې چې مونږ یې د سیمه ایزو حکومتي کړیوو څخه اورو د مې د میاشتې راهیسې د زرو نه زیات کسان نیول سوي دي. خو دا شمیره اوس هم لږ ده او ټولټال نیول شوي کسان ښايي تردې هم لوړ وي. بله دا چې دغه کسان د قانوني مراحلو د رعایت پرته نیول شوي دي."

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹ کال کې کله چې د اویغورانو مظاهرې په تشدد واوښتې حکومتي ځواکونو ۱۴ ساوه اویغوران ونیول او د حکومت ضد مظاهرو د ځپلو په لړ کې نږدې ۲۰۰ نور کسان ووژل شول.

د چین د حکومتي رسنیوو د ریپوټونو له مخې چارواکو د سینګ یانګ په ایالت کې د مې د میاشتې راهیسې د ۵۰ نه زیاتې تروریستي ډلې ماتي کړي دي. حکومت معمولا د زینګ یانګ په سیمه کې د مذهبي افراطیت پړه پر هغو ډلو وراچوي چې د چین د باندي فعالیت کوي او داسي اندېښنې راپیدا شوي دي چې د چین د افراطیانو او د مینځني ختیځ د افراطیانو ترمنځ اړیکې مخ پر زیاتېدو دي.

د مینځني ختیځ دپاره د چین ځانګړي استاځي "وو سایک" په دې ورستیو کې وویل چې د زینګ یانګ د سیمې مسلمان افراطیان مینځني ختیځې ته د تروریستي زده کړو دپاره تللي دي او دا چې ځیني یې ښايي عراق ته هم اوښتي وي.

د چین حکومتي رسنیوو په دې ورستیو کې د عراق د اسلامي حکومت یا داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي وینا ته اشاره وکړه. په خپلې وینا کې بغدادي په یو شمیر هېوادونو کې د مسلمانانو ستونزو ته اشاره وکړه چې په کښې چین هم شامل وو.

د سینګ یانګ افراطیان د القاعدې سره اړیکې نلري

خو د رویال یونایټډ سرویسیز د څیړنیز مرکز څخه د چارو کارپوه رفیالو پنچوشي وايي چې په داسې حال کې چې القاعده په خپلو بیانونو کې د زینګ یانګ د سیمې یادونه کوي، خو د چین د افراطیانو او القاعدې ترمنځ ښکاره اړیکې نه ترسترګو کېږي.

ښاغلی پنجوشي وايي "د مثال په توګه که چیري تاسو د الزواهیري ویناو ته ځیر شیْ نو هغه په شمالي افریقا، د خلیج په سیمه کې، په پاکستان کې او یا هم په سوریې کې د ملګرو سازمانونو یادونه کوي، خو هیڅکله هم د سینګ یانګ د سیمې د کومې ډلې چې دوي اړیکې ورسره ولري، یادونه نه کوي. دوي یواځې د سینګ یانګ د سیمې نه د هغو زیات شمیر سیمو په جمله کې یادونه کوي چیري چې مسلمانان زورول کېږي او وايي چې د چین حکومت یې مسول دی."

د راکشیت په ګډون د چین د حکومت انتقاد کونکي د چین د حکومت اوسنۍ پالیسۍ ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې چینايي چارواکي د افراطیت پرضد د مبارزې په پلمه باندي پر اویغورانو باندي ظلم کوي. هغه زیاتوي چې داسې اندېښنې هم شته چې وايي په دې ترڅ کې قانوني مراحل په بشپړه توګه د پامه غورځول کېږي او خلګ په ناحقه نیول کېږي او زورول کېږي.

هغه وايي "زمونږ سازمان ته د اویغور د سیمې څخه احوالونه راځي چې ایوغوران اوس د جګړې په سیمه کې ژوند کوي او داسې احساس کوي چې په ټولنه کې مساوات او عدالت نشته، تردې چې په خپلو کورونو کې لا د امنیت احساس نه کوي."

چین: غواړو سینګ یانګ اقصتادي پرمختګ وکړي

د چین د سینګ یانګ د سیمې کارپوهان په دې آند دي چې په داسې حال کې د حکومت مبارزه شدیده ده خو په عین حال کې د چین حکومت هڅه کوي چې د سینګ یانګ د سیمې د خلګو اندېښنو ته هم غوږ کښېږدي.

دوي زیاتوي چې په داسې حال کې چې د حکومت عملیات روان دي، په اویغور کې د خلګو د ژوندانه د ښه والي دپاره هم حکومت یو لړ پالیسۍ پلي کوي چې په کښې تر ۱۴کلنۍ پورې د وړیا زده کړې آسانتیاوې او په دواړو ژبو باندې د زده کړې امکانات هم شامل دي. د زینګ یانګ د کاشغر په سیمه کې د یو پوهنتون د جوړولو پروژې ته هم په غټه سترګه کتل کېږي.

د یادونې وړ ده چې زیاته اندازه تشدد د زینګ یانګ په جنوب کې شوی دی چیري چې د ایوغورانو قوم ژوند کوي او په دې سیمه کې غربت او د اقتصادي پرمختیا نشتوالی یوه لویه اندېښنه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG