د لاس رسي وړ اتصالات

چین: امریکا دي د چن قضیه نه تکراروي


چین وايي امریکا باید لازم تدابیر ونیسي چې د چن ګانچینګ په شان د نورو قضیوو د تکرار مخنیوی وکړي. د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند هانګ لي نن د دوشنبې په ورځ په پلازمېنې بیجینګ کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې دغه څرګندونې وکړې.

هغه داسی وویل:،،د تیرې اونۍ قضیې د چین په کورنیوو مسایلو کې د امریکا د لاس وهنې څرګندويي کوله. اوس امریکا ته په کار ده چې مسولانه دریځ غوره کړي او د تیرې اونۍ د قضیې نه یو څه زده کړي. همداشان امریکا دي خپل پر کړنلارو او پالیسو باندي د سره کتنه وکړي او په لازمو تدابیرو دي لاس پوري کړي چې ددغه راز پېښو د بیا رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي.،،

ړوند چینايي، د بشري حقوقو فعال نن د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه د بیجینګ له خوا نه کوم ستونزه نه ویني چې د خپلې کورنۍ سره د امریکا د سفر دپاره د حکومت نه اجازه وغواړي.

د رویټرس خبري آژانس د چن سره مرکه کړې ده چې وايي هغه نه پوهېږي چې څه وخت به د چین دباندي سفر وکړي خو هغه وویل چې د هغه په پریکړې کې به ډیر وخت کښېنوزي.

ښاغلي چن د بیچینګ د یوه روغتون نه چیري چې د تېښتې پرمهال یې د وراوښتو ټپونو تداوي کېږي خبري کولې. په ریپوټ کې د هغه نه نقل قول شوی دی چې اوس د پخوا په پرتله ډير ښه شوی دی.

پرون د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بايډن وویل چې د ښاغلي چن راتلونکې په امریکا کې ویني او امریکا دې ته چمتو ده چې هغه ته ژر تر ژه ویزه ورکړي.

ښاغلي بایډن وویل چې واشنګټن تمه لري چې چین به پر خپلو ژمنو ودریږي او ښاغلي چن ته به اجازه ورکړي چې د نیویارک په پوهنتون کې خپلو تحصیلاتو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG