د لاس رسي وړ اتصالات

د اختلافاتو سره سره چین د اوباما تود هرکلی وکړ


د ځینو مسلو په سر لکه د سوداگریزو، بشري حقونو او د چین پر لویدیځو او جنوبي اوبو باندې د چین د ادعاوې په سر د اختلافاتو سره سره، چین بیجینگ ته د اوباما د ورتلو تود هرکلی وکړ.

په ډیرو برخو کې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې شوي دي ځکه چې چین شک لري چې امریکا غواړي د چین د ودې مخه ونیسي.

خو دواړه خواوې غواړي چې د خپلو اړیکو په مثبتو اړخونه باندې ټینگار وکړي. د چین مشرانو د دوشنبې په ورځ د بیجینگ په هوایي ډگر کې په ځانگړو تشریفاتو د بارک اوباما هرکلی وکړ.

وروسته بیا جمهور رئیس بارک اوباما د آسیا سوداگریزو مشرانو ته په وینا کې هڅه وکړه چې هغه تصور لري کړي چې گواکې په اسیا کې د امریکا گټې د چینايي مشرانو د اندیښنې وړ دي. اوباما وویل " امریکا د چین د سوکاله، سوله ییز او باثباته پرمختگ هرکلی کوي."

جمهور رئیس اوباما د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو غونډې ته د وینا په حال
جمهور رئیس اوباما د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو غونډې ته د وینا په حال

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه "که امریکا او چین وشي کړای په گډه کار وکړي، نړۍ ته به یې گټه ورسیږي."

اوباما وویل د چین د اړیکو ټینگوالی به د امریکا او چین د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د ډیروالي په مانا وي.

ښاغلي اوباما نن دوشنبې د چین سره د ویزې یوه نوې پالیسي اعلان کړله چې له مخې به ېې د یو بل اتباعو ته د سیاحت او سوداگرۍ د ویزو وخت له یو کال څخه لسو کلونو ته اوږد کړي. همدارنگه د تحصیل د ویزې معیاد هم له یو کال څخه پنځه کلونو ته غزیږي.

د اختلاف وړ مسلې

خو امریکا او چین د هغو مسلو باندې د هوکړې څخه ډیر لري دي چې دواړو ته د اختلاف وړ دي، لکه بشري حقونو، انترنتي فضا او د سوداگرۍ مسلې. واشنگتن او بییجنگ د یو بل د سیالانو سره سوداگریزو معاملې تعقبوي.

د امریکا ولسمشر به د آسیا پفسک د اقتصادي همکاریو په غونډه کې د واشنگټن له خوا د دولسو هیوادونو ترمینځ د آرام سمندر د شراکت پلان هم وړاندي کړي. دا پلان ځکه ډیر جنجالي دی چې چین نه دی پکې شامل او دا پلان د چین له پلان سره چې (اسیا د ازاد تجارت سیمه) ده په ټکر کې ده.

د اوباما لپاره به د پراخو همکاریو د اجندا پلي کول اسانه کار نه وي ځکه چې هغه د امریکا د منځماله ټاکنو نه وروسته په سیاسي ډول کمزوری چین ته راغلی.

د چین څخه وروسته به بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ برما ته ولاړ شي. جمهور رئیس به هلته د لویدیځې اسیا په غونډه کې برخه واخلي او بیا به استرالیا ته ځي چې د جي شل هیوادونو په غونډه گدون وکړي.

XS
SM
MD
LG