د لاس رسي وړ اتصالات

چین د مرگوني ویروس د ختمولو هوډ کړی


په چین کې په دې ویروس ۲۷۰۰ کسان اخته شوي او ١٠٦ مړه شوي
په چین کې په دې ویروس ۲۷۰۰ کسان اخته شوي او ١٠٦ مړه شوي

د چین ولسمشر شي جینپنگ هوډ وکړ چې هیواد به د مرگوني کرونا ویروس په وړاندې مبارزې کې بریالی شي. دغه ویروس تر اوسه شاوخوا ۱۰۶ کسان مړه کړې دي.

ولسمشر شي د سې شنبې په ورځ (جنوري ٢٨) په بیجنگ کې د روغیتا د نړیوال سازمان مشر ډاکټر تدروس غبریسوس سره په لیدنه کې وییل چې چین به دا شیطان پټیدو ته پرې نږدي.

د چین د ملي روغتیايي کمېسیون د اعلان له مخې اوسمهال په ټول چین کې د دې ناروغۍ پېښې له څلورنیمو زرو څخه اوښتي دي.

منګولیا، قرغزستان او شمالي کوریا له چین سره د خپلو سرحدونو بندول اعلان کړي او هانګ کانګ، مالیزیا او فیلیپین د چین د هوبای ولایت اوسېدونکو ته چې د دې ویروس مرکز بلل کیږي د ویزو ورکول بند کړي.

له چین څخه بهر د کرونا ویروس د ۴٨ قضیو خبر ورکړل شوی چې تقریباً ټول یا ځیني یې چیني سیلانیان دي او یا هغه کسان دي چې په دې وروستیو کې د چین اوهان ښار ته تللي دي.

چین د اوهان ښار او د هوبای ولایت نورو ښارونه ته چې د کورونا ویروس مرکز بلل کیږي په تگ راتگ بندیز لگولی چې له امله یې په سیمه کې د زرگونو بهرنیانو په گډون څه پاسه ٥٠ میلونه خلک بند پاتې دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ چین ته د کرونا د مرگوني ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې وړاندېز کړی. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر هم چین تللی او د چینایي چارواکو سره یې لیدلي دي.

په استرالیا کې تر اوسه د دې ویروس پنځه قضیې ثبت شوي دي. وروستی کس یو چینایي محصل دی چې په سیدني ښار کې د کرونا په ویروس اخته تشخیص شوی. استرالیا هم په خپلو سرحدونو باندې د مخنوي تدابیر کلک کړي دي.

په کمبودیا، سریلانکا، مالیزیا، جنوبي کوریا، تایوان، ټایلنډ، نیپال، سنګاپور، ویتنام، جاپان، کاناډا، فرانسه، سعودي عربستان، متحده ایالاتو او اسټرالیا کې هم په دې ویروس اخته کسان ثبت شوي دي.


دا ویروس په داسې حال کې خپریږي چې د نوي چینايي کال د رخصتیو لپاره میلیونونه کسان یو او بل ځای ته سفر کوي او دا کار د ویروس لېږد زیات کړی. تر اوسه پورې د دې ویروس د له‌منځه وړلو لپاره کوم خاص واکسین نه‌دی جوړ شوی او ناروغان یوازې قرنطین او طبي مرستې ورسره کېږي.

XS
SM
MD
LG