د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: د چین وېشتل شوي بالون استخباراتي معلومات نه وو ټول کړي


د چین وېشتل شوي بالون
د چین وېشتل شوي بالون

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (سرطان اتم) وویل چې د چین بالون، چې د فبرورۍ په میاشت کې د اتلانتیک سمندر د پاسه ووېشتل شو، معلوماتي استخبارات یې غونډ کړي نه وو.

د دفاع وزارت ویاند پت ریدر وویل: «اوس زموږ معلومات دا دي چې دا (بالون) د متحدو ایالتونو په فضا کې د پرواز په مهال معلومات ټول کړي نه وو.» نوموړي وویل چې متحدو ایالتونو هغه وخت داسې اقدامات وکړل چې دا بالون پرېنږدي استخباراتي معلومات غونډ کړي، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنکړل.

دغه بالون،‌ چې الکترونکي پرزه جات یې لرل، د جنورۍ په وروستیو او د فبروۍ په لومړیو کې د متحدو ایالتونو د الاساکا څخه تر جنوبي کارولینا پورې، پرواز کړی و. بالون د هغو پوځي اډو او مرکزونو له پاسه هم تېر شوی و چې، په امنیتي لحاظ حساس بلل کېږي او داسې اندېښنې یې پیدا کړې وې چې ممکن دا بالون استخباراتي معلومات یې ټول کړي وي.

د امریکا هوايي ځواکونو دا بالون ووېشت او د بالون یې د اتلانتیک سمندر څخه موندلې وې. د امریکا پوځ وايي چې د دغه موندل شوې ټوټې یې څېړلې.

دې پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړې او هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چین ته خپل یو پلان شوی سفر لغوه کړ.

د بالون له وېشتل کېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايي سیال ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا هوايي حریم ته د بیجینګ له لوري د جاسوسي بالونونو د استولو «غیر مسئولانه اقدام» باید تکرار نشي.

چین ادعا کړې وه، چې بالون استخباراتي معلومات نه ټولول او په غیر قصدي ډول د امریکا هوايي حریم ته داخل شوی و. خو امریکایي مقاماتو ویلي وو، چې بالون یو لړ انتنونه درلودل چې د معلوماتو ټولولو ظرفیت لري.

د دغه راپور په لیکلو کې د فرانس پرس له معلوماتو څخه استفاده شوې وه.

XS
SM
MD
LG