د لاس رسي وړ اتصالات

چین د وېشتل شوي بالون په اړه د امریکا ادعا 'اطلاعاتي جګړه' بولي


امریکا وايي د چین استخباراتي بالون یې وېشتلی
امریکا وايي د چین استخباراتي بالون یې وېشتلی

بیجینګ وايي چې د امریکا په فضايي قلمرو کې یې د وېشتل شوي بالون په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو ادعا «د چین په ضد د اطلاعاتي جګړې» یوه برخه ده.

امریکا څو ورځې مخکې په خپلې فضا کې د چین دا بالون ووېشت او نسکور یې کړ. امریکايي مقامات وايي چې دا یو استخباراتي‌ بالون و او د متحدو ایالتونو استخباراتي ټولنې په خپلې ارزونې کې ویلي دی چې د چین پوځ رهبري کاوه.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ دا خبره رد کړه. هغه خبریالانو ته وویل: «دا غیر مسولانه دي. تازه [تورونه ممکن] د چین په ضد د امریکا د اطلاعاتي‌ جګړې برخه وي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د چین دا ادعا بیا تکرار کړه چې ګنې وېشتل شوی بالون یوه غیر نظامي بېړۍ وه چې د ساینسي او علمي تحقیقاتو لپاره کارول کېده او له خپلې اصلي لارې څخه اوښتې وه.

د فدرال د تحقیقاتي بیرو او سمندري جرایمو د تحقیقاتي خدمتونو اداره د وېشتل شوي‌ بالون د موندل شویو ټوټو په اساس وايي چې دا یو استخباراتي او نظارتي بالون و.

د امریکا د دفاع وزارت یو مطبوعاتي مسئول پاټ رایډر وویل چې د دقیقو استخباراتي ارزونو په اساس امریکا تائیدوي چې دا د چین د نظارتي هڅو د پروګرام یوه برخه وه او امریکايي مقاماتو د دغه پروګرام په اړه نور ډېر معلومات هم ترلاسه کړل.

هغه د چین دا ادعا رد کړه چې ګنې وېشتل شوی بالون ملکي و. رایډر وویل: « زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا [بالون] د ملکي اهدافو لپاره نه و.... موږ په دې اړه ۱۰۰ فیصده واضح [مطمین] یو.»

د وریټرز خبري اژانس د راپور په اساس د سپېنې ماڼۍ لوړ پوړیو مقاماتو د کانګرس غړو ته تېره ورځ او نن پنجشنبه فبروري نهمه (سلواغه۲۰) په محرمو مجلسونو کې د چین د دغه نظارتي بالون په اړه معلومات ورکړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې پېښې وروسته چین ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی او راپورونه وايي چې د چین د دفاع وزیر د خپل امریکايي سیال د خبرو غوښتنه هم رد کړې ده.

د امریکا پوځ یو جنګي جټ د شنبې په ورځ د چین دا بالون ووېشت او نسکور یې کړ. امریکایي چارواکي وايي د متحدو ایالتونو په حریم کې د دغه بالون پرواز د چین له لوري د امریکا د «ملي حاکمیت نه منونکی نقض» دی.

XS
SM
MD
LG