د لاس رسي وړ اتصالات

ډبیلیو ایچ او د حج پر وخت د کولرا د خپریدو خبرداری ورکړ


سعودي عربستان ته هر کال د بیلا بیلو هیوادونو نه د څلورو میلونو په شاوخوا کې حاجیان ورځي.
سعودي عربستان ته هر کال د بیلا بیلو هیوادونو نه د څلورو میلونو په شاوخوا کې حاجیان ورځي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سږ کال ښایي د حج پر وخت په سعودي عربستان کې کولرا خپره شي خو د سعودي حکومت وایي د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره پوره چمتوالی لري.

ملګري ملتونه وایي چې د سعودي عربستان په ګاونډي هیواد یمن کې همدا اوس د دریو سوو زرو نه زیات خلک د کولرا په ناروغۍ اخته دي او دا ویره موجوده چې ښایي دغه ناروغي به سعودي ته هم خپره شي

. د حج مراسمو ته شاوخوا دوه میاشتې وخت پاتې خو د سعودي عربستان حکومت ویلي دي چې د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره یې چمتوالی نیولی.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د سعودي عربستان حکومت ستایي چې د حج پر وخت یې نه یوازې د کولرا بلکې د نورو ساري ناروغیو د مخنیوي په برخې کې "جدي" او پر ځای اقدامات کړیدي خو تر څنګ یې خبرداری هم ورکوي چې که په هوایي ډګرونو کې د بهرنیو هیوادونو نه راغلي حاجیان واکسین نشي، ښایي چې د ځانونو سره به ډول ډول ناروغۍ دغه هیواد ته وروړي.‌

سعودي عربستان ته هر کال د دوو نه نیولې تر څلورو میلونو پورې خلک د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG