د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په شمول د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې نن د کرسمیس ورځ لمانځل کیږي


د امریکا په شمول د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې نن د کرسمیس ورځ لمانځل کیږي
د امریکا په شمول د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې نن د کرسمیس ورځ لمانځل کیږي

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما او کورنۍ یې کریسمیس په ( هاوایي ) کي تیروي.د جمهوررئیس ددې رخصتي په ورځو کي د کومي حکومتي پېښي رپوټ نه دی ورکړه سوی.

د ښاغلي اوباما میرمن ( میشیل اوباما ) پرون د شنبې په ورځ هغه وخت د جمهوررئیس سره یوځای سوه چي هغه خپله هفته ایزه وینا اوروله. دوي د امریکایانو نه وغوښتل چي د امریکایي عسکرو او د هغوي د کورنیو سره مرسته او ملاتړ وکړي.

میشیل اوباما وویل چي د اردو غړو ته د مرستو د موادو د یوې وړې بستې استول او یا یوازي د یوې منني څرګندول به هغوي ته لوی سوغات وي.

تیر کال دوي دواړو په ( هاوایي ) کي د عسکرو یوه اډه وکتله، مګر سږ کال دداسي کتني د پاره لا تر اوسه د کوم پلان اعلان نه دی سوی

د نړۍ د عیسویانو مذهبي مشر ( پاپ بینیدیکت ) د کریسمیس ددوعا او عبادت مراسم په داسي حال کي ولمانځل چي پرون د پنجشنبې په ورځ په روم کي دوه پارسلي بمونه وچول سول او سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

په زرګونو خلکو په واتیکان کي په دغو مراسمو کي چي په نیمه شپه تر سره سول، برخه واخیسته.

د مراسمو د اجراکیدو په وخت ډیر کلک امیت نیول شوی و. تیر کال یوې ښځي چي دماغي نیمګړتیا یې درلوده، د خلکو منځ ته ځان ورساوه او پاپ یې کله چي یې دوعا کوله په ځمکه را غوځار کړ.

پرون ددوو پوستي بمونو په چاودنو کي چي په روم کي په دوو سفارتونو کي وسوې، دوه کسه زخمي سول.

د امریکا په شمول د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې نن د کرسمیس ورځ لمانځل کیږي
د امریکا په شمول د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې نن د کرسمیس ورځ لمانځل کیږي

د لویدیځي غاړي په ( بیت اللحم ) کي چي د حضرت عیسی د زیږیدو ځای بلل سوی، د کاتولیک کلیسا لوی مذهبي مشر ( فواد طوال ) د کریسمیس د عبادت مراسم اجرا کړل او په ترځ کي یې د بېلو بېلو ادیانو ترمنځ د روغي جوړي او خبرو کولو غوښتنه وکړه.

دغو مراسمو ته نن د شنبې په ورځ ستر او مهم اشخاص او د نړۍ د شاوخوا سیمو نه زیارت کونکي ورغلي وو.

هغه وویل چي په دې کریسمیس کي د رومن کاتولیک کلیسا هیله لري چي

بیت المقدس دي نه یوازي " ددوو ملکونو پایتخت " وي، بلکي د " ګډ ژوند او همآ هنګۍ " د پاره د یوه بې ساري نښي او ماډل نقش دي هم ولوبوي.

په لس ګونو زره خلک د جمعې په ورځ بیت اللحم ته ورغلي وو او د کریسمیس مراسم یې په لوړو احساساتو او خوښیو سره چي په څو کالو کي یې ساری نه و لیدل سوی، ولمانځل.

XS
SM
MD
LG