د امريکا د مرکزي استخباراتو اداره سي آی اې، وايي چې د داخلي تفتیش نه څرگنده شوې ده چې خراب قضاوت او په خبرداریو باندې د خپلو غوږونو کڼول د افغانستان په ختیځ کې د سي آی اې په یوه پوسته باندې په دوه زره نهم میلادي کال کې د هغې ځان وژونکې حملې سبب شوی دی چې په نتیجه کې یې د سي آی اې اووه ماموران او د اردن د استخباراتو یو افسر ووژل شو.
سي آی اې خپل یو داخلي رپوټ پرون خپور کړ.
دا راپور وايي چې په برابر ډول د غفلت او اداري نظام د ناکامئ له امله سي آی اې ونه شو کولای چې د حمام خالد ابو مولا البداوي د حملې مخه ونیول شي.
د سی آی اې رئیس لېون پانېته وویل چې د اردن د استخباراتو مامورانو د یوه اردني مخبر حمام خالد ابو مولا البداوي په اړه خپل شک څرگند کړی و او وروسته معلومه شوه چې نوموړی اصلا د القاعدی خواخوږی و.
پانېته وویل څرنگه چې د په ټول دفتر کې په دې اړه د مامورانو نه اشتباهات شوي دي نو له دې کبله ددغې حملې د نه مخنیوي په اړه کوم خاص او مشخص مامور ددغې پیښی مسوول گڼل کیدلی نه شي.
د سي آی اې رئیس وویل چې د کار په جوړښت کې به لازم بدلونونه راوستل شي،چې په دې د امنیت ټینگول او د متقابلو استخباراتو د عملیاتو سمول شامل دي.
کومه حمله چې په خوست کې په کال دوه زره نهم میلادی کې د ډسبمر په دیرشمه وشوه، د سي آی اې په ټول تاریخ کې دوهمه ډیره بده حمله وه چې وشوه.
بداوي اصلا د اردن استخباراتو استخدام کړی و او بیا یې افغانستان او پاکستان ته ددې لپاره راوسته چې د القاعدې په هسته کې ورننوځي.
د امریکا د استخباراتو مامورانو وویل څرنگه چې هغه لومړی ځل ډیرمفید او گټور معلومات برابر کړي و نو ځکه یې پرې باور او اعتماد پوخ شو.
خوکله چې نوموړی د دوهم ځل لپاره په خوست کې د سي آی اې پوستې ته راغی نو د تلاشئ نه مخکې یې د سي آی اې د پوستې د ودانئ سره خپل بم وچوه.
افغان او پاکستاني طالبانو دواړو ددغې حملې مسوولیت په غاړه اخیستلی و.