د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې مدنې فعالان د نا امنو سیمو خلکو ته د پولیو ګټې بیانوي


د ننګرهار مدني ټولنې د پولیو واکسین لپاره عامه پوهاوی کوي
د ننګرهار مدني ټولنې د پولیو واکسین لپاره عامه پوهاوی کوي

ننګرهار ولایت کې د یونیسیف ادارې مطبوعاتي مسئوول قدرت الله شکیب وايي، په ښار او ولسوالیو کې د واکسین لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې مدني ټولنو د پام وړ کار کړی او خلکو ته یې پوهاوی ورکړی څو خپلو وړو ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ور ورسوي.

هغه وايي"مونږ له مدني ټولنو نه مننه کوو چې په کمپاینونو کې له موږ سره کمک کوي او کورنۍ هڅوي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړي".

ښاغلی شکیب وايي، په دې برخه کې یې د نورو قشرونو تر څنګ د مدني ټولنو ګڼو غړو ته ورکشاپونه جوړ کړي اوهڅه یې کړی چې له دې لارې هرې کورنۍ ته د دغه مهلک مرض په اړه معلومات ورکړي.

د مدني ټولنو غړي وايي هڅه کوي چې په کلیو اوبانډو کې کورنۍ وهڅوي چې خپلو کوچنیانوته د واکسین په هره دوره کې واکسین تطبق کړي.

ګلستان تمیمد ننګرهار ولایت مدني فعال دی، هغه وايي"مدني ټولنې په هغو سیمو کې هم خپل فعالیت سرته رسولی شي چرته چې حکومت نه شي ورتلای نو مونږ به کوشش کوو چې خلک واکسین کولو ته وهڅوو".

بل لوري ته د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي، د پولیو واکسیند عمومي کمپاین په دې دور کې به ځینو ماشومانو ته د ګیډې د چنجي ګولۍ هم ورکړل شي.

هغه وویل"زموږ کمپاین به سبا دوشنبه شروع کېږي نو په ټولو کورنیو غږ کوم چې ماشومان له واکسین څخه محروم نه کړي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د دوشنبې په ورځ به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو واکسین د پسرلني کمپاین دویم دور پیل شي چېپکې به نهه اعشاریه دوه ملیون ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي او پنځه اعشاریه اوه میلیونو ماشومانو ته د ګیدې د چنجي ټابلیټ هم ورکړل شي، خو په ناامنو سیمو کې به تر ۸۰ زره ماشومان له واکسین څخه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG