د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې دځمکو پر غصب د مدني ټولني د غړو اندېښنه


ننګرهار ولایت د افغانستان په ګوتو شمیر ولایتونو کې شامل دی چې په ډیره زیاته اندازه په کې ځمکې غصب شوي دي.
ننګرهار ولایت د افغانستان په ګوتو شمیر ولایتونو کې شامل دی چې په ډیره زیاته اندازه په کې ځمکې غصب شوي دي.

هغه رسمي اسناد چې امریکا غږ تر لاسه کړي له مخې دننګرهار په دیارلسو ولسوالیو کې ۲۵۸ زره جریبه دولتي ځمکه د۱۱۰۶ کسانو لخوا غصب شوې،چې په غاصبینو کې ددولت دننه لویې سټې هم شاملې دي.

په غصب شوې ځمکه کې درې لوی ښارګوټي هم په خپل سر غیرقانوني جوړ شوي،چې یو یې سیاسنګ، بل یې قاسم اباد او دریم هغه یې دشېرزي جوړ شوي دي.

دجلال اباد ښار په سپین غر هوټل کې دمدني ټولنو استازو دولایتي ادارې دهغه اقدام ملاتړ وکړ،چې څو ورځې یې وړاندې دکابل هډې څنګ ته ځینې خپل سرې چهاردیوالۍ چپه کړې وې.

په دغه سیمه کې دګل مراد په نوم یوه کس په خپل سر دولتي ځمکه پلورلې ده او ډېرو خلکو پکې ودانۍ هم جوړې کړي دي.

دمدني ټولنې استازي نور اغا ملکزي وویل:"مونږ دوالي دغه کار ستایو او لاتړ یې کوو،چې خپل سري کورنه او هټۍ ونړوي".

دمدني ټولنو دغو استازو حکومت ته ډاډ ورکړ،چې که خپله مبارزه پاکه وساتي نو دوی یې تر شاه کلک درېږي.

دمدني ټولنې یو بل استازي ډاکټر نجیب الله صاحبزاده غوښتنه وکړه،چې دغاصبانو لیست دې ژر تر ژر خپور شي تر څو مالومه شي څوک دي ؟ او پر وړاندې یې څنګه مبارزه کولی شي.

هغه وویل: "مونږ ته مالومه ده ،چې په غصب کې هغه خلک لاس لري،چې په حکومت کې دننه لوړۍ څوکۍ لري،خو بیا هم لیست باید خپور شي چې دهغه خلکو پر ضد مبارزه وکړو او غږ پورته کړو".

دوی دا هم وویل ،چې که حکومت دغصب په مخنیوي کې پاتې راشي نو مدني ټولنې به په غصب شویو ځمکو کې خیمې ووهي او خپل غږ به اوچت کړي.

په ورته وخت کې دننګرهار دولایتي شورا غړي جاوید زمان امریکا غږ ته وویل،چې څو ورځې وړاندې والي یواځې څو دیوالونه چپه کړي او هغه بسنه نه کوي.

نوموړی وايي: " ولایتي اداره دې په همدغه غصب شوې ځمکه کې پخې ودانۍ ونړي،ځکه غصب همدغې خلکو کړی چې ماڼۍ یې پکې جوړې کړي دي".

نوموړی وايي له حکوت سره ملګري دي،خو هغه وخت د،چې مبارزه یې پاکه او په ټولو یو شان وي.

خو دننګرهار ولایتي اداره وايي دغصب په مسله کې یې مبارزه جدي ده .

دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل ،دغصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو لپاره یې دوالی سلیم کندزي په مشرۍ کمیسیون جوړ شوی او اقدامات به یې جدي وي.

نوموړي وویل: " مونږ په دې اونۍ کې هم دغصب شوې ځمکې دراګرځولو لپاره پلان لرو ،چې په ځینو سیمو کې پخې ودانۍ او هټۍ ړنګې کړو. زمونږ مبارزه به جدي او دوامداره وي".

د نننۍ غوندې دمخه هم د مدني ټولنې غړو د افغان حکومت څخه په ننګرهار کې د غصب شوو ځمګو د بیرته اخیستلو لپاره غونډې او لاریونونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG