د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي طالبانو میدان وردګ کې ۲۸ ملکیان تښتولي


د میدان وردګ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو د ډلې وسله‌والو نن سهار د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۲۸ ملکیان تښتولي دي.

د میدان وردګو د پولیسو یواند محمد هوفیاني د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) امریکا غږ ته وویل د طالبانو یو قوماندان د مسافرو کابو لس موټره چې د دغه ولایت له بهسودو څخه د کابل په لور روان و د محراب پله په سیمې ودرولي او ۲۸ مسافر یې له ځان سره بیولي دي.

د طالبانو ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د میدان وردګو د پولیسو ویاند زیاتوي چې د دوی د څیړنو له مخې دغه کار طالبانو کړی دی.

چارواکي وايي چې د سیمې د سپین ږیرو او قومي مشرانو له خوا د دغو کسانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا یو شمیر غړي وايي چې دغه ملکیان د سید تقي په نوم د یو پخواني جهادي قوماندان چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره یوځای شوی دی په "سیاه پیتو" سیمه کې تښتول شوي دي.

د دغې شورا غړو احمد جعفري او شریف‌الله هوتک امریکا غږ ته ویلي چې طالبانو په سیاه پیتو سیمه کې د تلاشۍ چیک‌پواینټ جوړ کړی او دغه شمیر ملکیان یې له ځان سره بیولي دي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه: "سید تقي چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره یوځای شوی دی دغه کسان بیولي او ویلي دي چې دوی د علي‌پور کسان دي".

جلریز د کابل – بامیان د دویم نمبر لویې لارې په اوږدو کې یو له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې د افغان چارواکو په وینا طالبان په کې پراخ حضور لري.

XS
SM
MD
LG