د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي طالبانو یو کال کې شپږ زره ملکیانو ته تلفات اړولي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په یو کال کې د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو له لارې څه باندې شپږ زره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرسیتا سید حامد روشن د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸ (کب ۲۸) وویل چې طالبانو په تیر یو کال کې ۹۲ ځانمرګي بریدونه، له دوه زرو څخه زیات د ماین چاودنې او څه باندې ۵۰۰ هدفي وژنې ترسره کړي دي.

ښاغلي روشن وویل: "په پایله کې یې زموږ دوه زره شاوخوا ملکي وګړي شهیدان کړي دي او همدا راز له څلور زرو څخه زیات نور یې ټپیان کړي دي".

طالبانو تراوسه د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د افغان حکومت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دغه راز وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو کال کې کې له درې زرو څخه زیات ماینونه او څه باندې ۱۲زره کیلوګرامه چاودیدونکي مواد نیولي او شنډ کړي دي.

د ښاغلی روشن په وینا افغان ځواکونو په دې موده کې د سلګونو تروریستي پېښو مخنیوی کړی دی.

XS
SM
MD
LG