د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: دریو کلونو کې ۶۵ افغان خبریالان او د بشر مدافعین وژل شوي


په دغه چاودنه کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د افغانستان بانک کار کوونکی یماسیاوش ووژل شو.
په دغه چاودنه کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د افغانستان بانک کار کوونکی یماسیاوش ووژل شو.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي له ۲۰۱۸ راپدېخوا تر دې دمه پورې په افغانستان کې ۶۵ خبریالان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي دي.

یوناما وايي چې د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو وروسته په خبریالانو او فعالانو بریدونه زیات شوي دي او په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د بشري حقونو۱۱ مدافعین او ژورنالیستان وژل شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات د تیر ۲۰۲۰کال سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شول.

یوناما نن دوشنبه فبروري ۱۵( سلواغې ۲۷) په خپل راپور کې ویلي د بشري حقونو پر مدافعینو او خبریالانو په نښه کول زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې د یادو ۱۱ وژل شوو کسانو له ډلې ۵ یې د بشري حقونو مدافعین او شپږ تنه یې د رسنیو خبریالان دي.

راپور زیاتوي په داسې حال کې چې د دغه بریدونو مسؤلیت څوک نه مني، دوام یې په خلکو او خبریالانو کې د ویرې فضا رامنځته کړې ده.

یوناما وايي د رامنځته شوي وضعیت له امله د بشري حقونو او رسنیو ګڼ شمېر کار کوونکو دندې پریښي او ځینې له هیواد څخه وتلو ته اړیستل شوي دي.

په راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ د مشرې دیبرا لاینز له قوله ویل شوي: "د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو غږ د هرې پرانیستې او متمدنې ټولنې لپاره مهم دی. په داسې وخت کې چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي جوړ جاړي پر رامنځ ته کیدو ټینګار کیږي، اړتیا ده چې تر بل هر وخت ډیر د بشري حقونو او رسنیو غږونه واوریدل شي نه دا چې خاموشه کړل شي."

په راپور کې ویل شوي چې یوناما د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو د ۶۵ کارکونکو وژل ثبت کړي چې ۳۲ یې د بشري حقونو او ۳۳ یې د رسنیو کار کوونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو پر کار کوونکو د بریدونو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

پر خبریالانو دغه بریدونه په کابل، هلمند، ننګرهار، غزني او غور ولایتونو کې شوي دی.

افغان چارواکي که څه هم د یادو بریدونو تر شا د وسله والو طالبانو لاس لرل بولي، خو طالبانو بیا ویلي چې په یادو هدفي بریدونو کې دوی لاس نه لري.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست څه موده مخکې وویل چې پر ځینو خبریالانو یې وسله وال بریدونه خنثی کړي او د ځینو خبریالانو د قتل په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG