د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې په هوایي برید کې د ملکي وګړو د وژلو ادعا


د هرات د کشک کهنه او کشک رباط سنگي ولسوالیو په لسگونو اوسیدونکو د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ١٨ د ډرون الوتکو په برید کې د "ملکي کسانو د وژل کیدو" په غبرگون کې لاریون وکړ.

ددغو کسانو د ادعا له مخې د دوشنبې په مازدیگر د کشک رباط سنگي ولسوالۍ په "پسته لیق" سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په څو هوایي بریدونو کې "لس ملکي وگړي" وژل شوي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

اعتراض کوونکو د مړو د بدن ټوټې د هرات د والي د دفتر مخې ته راوړي او ددغې پیښې د غندنې په ترڅ کې یې د جدي پلټنو غوښتنه کوي.

د افغانستان په ولسي جرگه کې د هرات استازې مسعوده کروخي د افغان او بهرنیو ځواکونو د "نه سنجول شویو" هوایي بریدونو څخه په انتقاد وویل چې بهرنیو او افغان قواو ته د نا سمو معلوماتو ورکول ددغې وژونکې پیښې د رامنځ ته کیدو سبب شوي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، وویل چې د کشک کهنه ولسوالۍ د تیرې ورځې په هوایي برید کې د طالبانو د یو قوماندان ملا احمد په گډون ددې ډلې یو شمیر کسان وژل شوي دي.

ښاغلي فرهاد وویل چې افغان او بهرني ځواکونه په هوایي بریدونو کې د پوره دقت نه کار اخلي او زیاته یې کړه چې دوی د ملکي مرگ ژوبلې ادعاوی څیړي.

XS
SM
MD
LG