د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا کورمه کې تازه نښتو کې درې نور کسان وژل شوي


د خیبر پښتونخوا د کورمې په سیمه کې د شنبې پر ورځ د شیعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ په روانو نښتو کې درې نور کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

له تېرې اونۍ د سه شنبې د ورځې راهیسې په کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ خونړۍ نښتې چې پر ټولنیزو رسنیو د یوې لانجمنې ویډيو تر خپرېدو وروسته رامنځ ته شوې، تر اوسه په کې ۱۸ تنه وژل شوي او تر ۳۵ زیات نور ژوبل شوي دي.

د شنبې پر ورځ اکتوبر ۲۸ ( لړم شپږم) ځايي‌ چارواکو ویلي چې وسله والې نښتې په باښخېلو، بوشرا، تري منګلو، کنج الېزو او یوشمېر نورو سیمو کې رامنځته شوي چې پکې ښکېلو غاړو پر یو بل درنې وسلې کارولې دي.

ځايي چارواکي وايي، د دغه نښتو له کبله د کرمې په ولسوالۍ کې د ګاډو پرمخ لارې تړل شوې، مخابراتي شبکې لاهم شلېدلې او تعلیمي ادارې تړلې دي.

د پاکستان د انګلیسۍ ژبې له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې د کورمې مرستیال کمیشنر سید سیف الاسلام ویلي چې له اورکزو او هنګو ضلعو څخه د جرګې استازي د اوربند هڅې کوي.

تر دې وړاندې هم ځايي چارواکو د ډزبندۍ رامینځ ته کولو لپاره یوه جرګه جوړه کړې وه خو هله ناکامه شوه چې د اکتوبر پر ۲۶مه د کوزې کورمې په چارخېلو کې وسله والو د شییعه ګانو پر یوه ګاډي برید وکړ.

ځايي‌ولسونه بیا بیا له حکومته د زغرده اوربند غوښتنه کوي. له امریکا غږ سره په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وویل، چې د جګړې د غزېدو له وجې په کورمه کې بازارونه تړلي دي، خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

په پېښور ښار کې هم مدني فعالانو د پرېس کلب مخې ته په لاریون کې له حکومته غوښته کړې چې په کورمه کې دې امنیت ژر تر ژره ټینګ کړي.

د خیبر پښتونخوا کورمه ولسوالۍ چې پکې سني او شیعه پښتانه اوسېږي، له کلونو راهیسې بیا بیا د مذهبي نښتو شاهده ده.

د سږني ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې هم هلته د دوو قبیلو ترمینځ د ځمکنۍ لانجې پرسر نښتو چې نږدې یوه اوونۍ روانې وې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د هغې لانجې ختمولو لپاره ځايي چارواکو او مشرانو د ښکېلو غاړو ترمینځ د یو کال لپاره اوربند کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG