د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا یونان ته د مهاجرو لپاره ۲۵۰ میلیون ډالر ورکوي


د یونان پولیس په خپله پوله د مهاجرو د ورتگ د مخنیوي هڅه کوي
د یونان پولیس په خپله پوله د مهاجرو د ورتگ د مخنیوي هڅه کوي

اروپایي اتحادیې ویلي دي چې یونان ته ٢٥٠ میلیون ډالره مرسته برابروي چې آتن وکړای شي د نویو مهاجرو ستونزې حل کړي.

د اروپایي اتحادیې د مقاماتو په وینا ددغې مرستې د برابرولو څخه هدف د ٢٠١٥ کال په څیر اروپایي هیوادونو ته د مهاجرت د کړکیچ مخنیوی دی.

پدې ترڅ کې یونان د هغو مهاجرینو پر وړاندې خپلې پولې تړلي دي چې له ترکیې څخه تازه د یونان سرحدونو ته رسیدلي دي.

اروپایي اتحادیه وایي چې انقره په بشپړه توگه یونان ته د مهاجرینو د ورتگ د کړکیچ مسؤله ده، ځکه ترکیې پدې وروستیو ورځو کې اجازه ورکړې چې مهاجرین له دغه هیواد نه ووځي او د یونان په لور روان شي.

وروسته له هغې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان پدې هیواد کې میشت مهاجرین د اروپایي هیوادونو په لور تگ ته وهڅول، په زرگونو مهاجر د جمعې د ورځې راهیسې د ترکیې د لویدیځ سرحد له لارې د یونان په لور په خوزیدو شول.

خو د ترکیې جمهور رئیس اروپایي هیوادونه ملامتوي او وایي چې اروپایي ټولنې د سوریې په ادلب ولایت کې د جگړې د سختیدو وروسته د مرستې وړاندیز ونکړ او د سوریې په سلگونو زره مهاجر مجبور شول چې خپل کورونه پریږدي او د ترکیې له پولې واوړي.

ډیر هغه مهاجرین چې پدې وروستیو ورځو کې د ترکیې څخه د یونان په لور خوځیدلي، د افغانستان، ایران، سوریې او یو شمیر نورو هیوادونو اوسیدونکي دي.

XS
SM
MD
LG