د لاس رسي وړ اتصالات

القاعده د ماتې په درشل کې ده، هیلري کلنټن


القاعده د ماتې په درشل کې ده، هیلري کلنټن
القاعده د ماتې په درشل کې ده، هیلري کلنټن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن وایي چې د هغې په قول القاعده د ماتې په درشل کې ده خو وایي چې امریکا به تر هغې په کلاره نه کښینې تر څو پورې یې چې دنده په بشپړه توګه نه وي پای ته رسولې .

میرمن کلنټن پرون د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا په متحده ایالاتو باندې د سپټمبر د میاشتې د 11 مې نیټې د تروریستي بریدونو د لسمې کالیزې د لمانځلو په ورځ د تروریستي بریدونو تصور د تعجب خبره نده او دا مونږ ته را یادوي چې د سخت دریزو لخوا خطرونه لا هم شته دي.

" مونږ دغه ګواښ ته په جدي سترګه ګورو، فدرالي، ایالاتي او سیمه ایزو چارواکو پدې اړه ټول ممکنه اقدامات کړیدي چې د دې ستونزې چاره وکړي. او دا چې ولې مو د پنجشنبې په ورځ دا ګواښ د ولس سره شریک کړ، هدف یې دا ؤ چې د نیویارک په میلونونو اوسیدونکو او نورو امریکایانو ته دا وښیو چې باید بیداره اوسي. "

وروسته تر دې چې د پنجشنبې په ورځ فدرالي حکومت دا خبره تائید کړه چې د همدې اونۍ په وروستیو ورځو کې په واشنګټن او د نیویارک په ښار کې د القاعده د شبکې لخوا د تروریستي بریدونو په اړه چارواکو ته د دقیقو ګواښونو په اړه مالومات ورکړل شویدي، پولیسو پدغو دواړو ښارونو کې د تیارسۍ په حال کې دي.

میرمن کلنټن چې پرون د جمعې په ورځ یې د نیویارک په یوه پوهنتون کې وینا کوله وې ویل چې د امریکا ولس باید چې خپل ورځنې چارې په عادي شکل تیرې کړي خو زیاته یې کړه چې د پکار ده چې تاسو د ترویزم پر ضد هڅو کې یو موټی واوسیږۍ او پدې اړه خپله پوره همکاري څرګنده کړۍ.

میرمن کلنټن وویل چې د همدې کال په نیمایي کې په پاکستان کې د امریکایي قواوو لخوا د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو له وجې دغه شبکې د زوال په مخ روانه ده خو زیاته یې کړه چې لا هم ډیر کار پاتې ده.

" پدې خاطر چې یوې تروریستي شبکې ته په ریښتیني توګه ماتې ورکړل شي پکار ده چې مونږ د هغوي په مالي او د جلب و جذب په لارو چارو باندې او همدارنګه د پټیدو په مرکزونو باندې بریدونه وکړو. مونږ ته پکار ده چې د هغوي د ایډیالوژۍ پر ضد اقدامات وکړو او د هغوي د تبلیغاتو پر ضد کار وکړو تر څو هره ټولنه پدې پوه شي چې دغه شبکه د هغوي لپاره کوم خطرونه پیدا کولی شي.

میرمن کلنټن همدارنګه وویل چې تروریزم په بحران ځپلو او هغو سیمو کې ښه وده کوي چې خلک یې ناچاره وي. کلنټن زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د عربي هیوادونو پاڅون د القاعده د شبکې لپاره د سپکاوي یوه ښه مثال دی.

" په سیمې کې د ثابتو او قوي دیموکراسیو د راتګ ملاتړ کول د امریکا د متحده ایالاتو په ګټه ده او مونږ لګیا یو دا کار کوو. مونږ کوښښ کوو چې د دغو سیمو د ولسونو او انتقالي حکومتونو سره مرسته کوو چې اقتصادي فرصتونه پیدا کړي او د قانون حاکمیت قوي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن د خبرو په پای کې وویل چې ترکیه او د امریکا متحده ایالات به په ګډه د تروریزم پر ضد د یوه نړیوال کنفرانس بنسټ کښیږدي، پدې کنفرانس کې به په لومړي سر کې د نړۍ اته ویشت هیوادونه برخه ولري او د تروریزم سره د جګړې په اړه به د ښو لارو چارو په اړه خپلې تجربې او مهارتونه سره شریکوي.

XS
SM
MD
LG