د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس په لیبا کې د آمریکا پر ماموریت رای ګیري کوي


Congress hearing
Congress hearing

د آمریکا په ولسي جرګه کې چې د جمهوري غوښتونکو د خوا کنټرولېږي، د خلګو استاځو په لیبا کې د آمریکا د نظامي نقش په باب نن د جمعې په ورځ دوې جدي رای ګیرۍ کوي .

د لیبیا ماموریت د آمریکا په کانګرس کې د ټولو دپاره د اندېښنې یوه منبع ده.

د ولسي جرګې غړي پر دو قطعنامو باندي غور کوي. یو دا چي په لیبیا کې د آمریکا پر نظامي ماموریت باندي پیسې بندي کړي او یا هم آمریکا ته اجازه ورکړي چې د لیبیا د مشر معمر القذافي د قواوو پرضد اقدام وکړي.

که چیري لومړۍ مسله وي او آمریکا پر ماموریت باندي پیسې بندي سي نو په لړ کې به یې آمریکايي قواوې یواځي په سیمه کې غیر نظامي اقدامات کولای شي یعنی د تلاشۍ ماموریتونه، د ژغورنې ، استخباراتو، او کشف ماموریتونه به اجرا کوي.

د یادونې وړ ده چې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان دواړه د جمهور ریْس اوباما د هغې پریکړې له امله په غوصه دي چې د کانګرس د منظورۍ نه پرته یې د لیبیا په شخړه کې آمریکا دخیله کړه.

ځیني د کانګرس غړي وايي چې جمهور ریْس د ۱۹۷۳ کال د جګړې د قدرتونو قانون مات کړی دی چې په ترڅ کی یې باید محاربه ته د تګ نه مخکي کانګرس د قواوو تګ او د ماموریت پیل منظور کړي.

خو جمهور ریْس اوباما بیا وايي چې د لیبیا په درې میاشتني ماموریت کې آمریکايي قواوې په جنګ کې راښکیلې نه دي. ځکه د کانګرس منظورۍ ته اړتیا نشته.

د آمریکا د باندنیو چارو وزیره هیلیري کلینټن د پنجشنبې په ورځ د کانګرس د ډیموکراتانو سره وکتل چې د لیبیا د ماموریت دپاره ملاتړ راټول کړي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG