د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په پاکستان کې ۱۱ شیعه کان کیندونکي وژلي 


په بلوچستان کې تېره اونۍ په یو بل برید کې اوه نیمه پوځي عسکر ووژل شول
په بلوچستان کې تېره اونۍ په یو بل برید کې اوه نیمه پوځي عسکر ووژل شول

په پاکستان کې چارواکي وايي ناپېژندل شویو وسله والو ۱۱ کان کېندونکي تښتولي او بیا یې وژلي دي.

دا پېښه د جنوري ۳ (مرغومي ۱۴) د بلوچستان ایالت د مرکز کویټه په ۵۰ کیلو مېترۍ کې د «مچه» په سیمه کې شوې ده.

چارواکي وايي‌ چې په دغه پېښه کې یو شمېر نور کان کېندونکي ژوبل شوي هم دي.

امریکاغږ یوه ویدیو لیدلې ده چې په کې تښتول شوي کان کیندونکي ښودل کیږي چې سترګې او لاسونه یې تړلي دي او وژل شوي دي.

ویل کیږي چې وژل شوي ټول کان کیندونکي شیعه هزاره ګان دي چې کله ناکله د افراطي ډلو له لوري پرې بریدونه کیږي.

تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان دغه برید غندلی دی او په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « د بلوچستان د مچه په سیمه کې د سکرو د ډبرو د ۱۱ کان کېندونکو د غندنې وړ وژنه، د ترهګرۍ یو بل غیر انساني او ډارن عمل دی. د سرحدي ځواکونو (نیمه پوځي عسکر) څخه مې غوښتي چې د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي، دا کسان پیدا او عدالت یې راکش کړي. حکومت به د قربانیانو کورنۍ یوازې پرېنږدي.»

په بلوچستان کې ډېر کله په امنیتي ځواکونو او د دا ډول پروژو په کارکوونکو بریدونه کیږي.

چارواکي بلوچ بیلتون غوښتونکي او ځینې نورې افراطي ډلې تورنوي چې دا بریدونه کوي.

تېره اونۍ اورپکو د بلوچستان په «هارناې» سیمه کې د نیمه پوځي عسکرو په پوستې برید وکړ، اوه تنه یې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG