د لاس رسي وړ اتصالات

ایا کله مو په چوشک کې کافي څښلې


په دوبۍ، کویټ او بحرین کې یو شمیر قهوه‌خانې د کاغذي او پلاستیکي ګیلاسونو پر ځای د ماشومانو په چوشک کې قهوه او نور مشروبات خپلو مشتریانو ته وړاندې کوي.

د قهوه‌ خانو دغه اقدام د خلکو ترمنځ مثبت او منفي غبرګونونه زیږولي دي.

د اسوشیتیډپرس اژانس د رپوټ له مخې دغه بهیر د انشتاین کافي ( Einstein Cafe) شرکت له کافي خانو څخه پیل شو چې په درې واړو هیوادونو کې نمایندګۍ لري.

په عربي متحده اماراتو کې ددې شرکت اجرائیه رئیس یونس مولا، وویل په چوشک کې د قهوې تقاضا خورا زیاته ده او زیات شمیر مشتریان یې غواړي.

هغه وویل د کرونا وبا په دې شپو او ورځو کې په چوشک کې د کافي څښل خلکو ته یوه سرګرمي ګرځیدلې ده: "هغوی په چوشک کې څښاک کوي او خپل تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپروي".

د مختلفو عمرونو کسان ددغو قهوه خانو په مخ کې په کتارونو کې دریږي چې جوس او یا قهوه په چوشک کې ترلاسه کړي.

ځینې مشتریان په یو بیساري اقدام کې خپل چوشکونه له ځانه سره وړي چې په کې د پام وړ څښاک ترلاسه کړي.

خو بیا هم هغه کسان چې دغه اقدام نه خوښوي پدې اړه یې په ټولینزو رسنیو کې بدې تبصرې خپرې کړې دي.

مولا وویل چې حتی ځنې کسان په غوسه وو او دغه اقدام یې اسلام او اسلامي فرهنګ ته "عیب" ګاڼه.

دغه غوسه دومره حد ته ورسیده چې تیره اونۍ مسؤلینو د دغو قهوه‌خانو څخه لیدنه وکړه او په چوشک کې یې د څښاک شیانو پلورل ددې هیواد د فرهنګ او زواج خلاف وګاڼه.

مقاماتو ویلي چې دغه اقدام کولای شي د کروناویروس د لا زیات خپریدو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG