د لاس رسي وړ اتصالات

کرنل امام مړ شوی دی


کرنل امام مړ شوی دی
کرنل امام مړ شوی دی

د پاکستان د حکومت یو چارواکی وايي، ددغه ملک د استخباراتو یو پخوانی کارکوونکی چې په افغانستان کې یې د طالبانو د جوړېدو سره مرسته کړې وه، د تندروانو په بند کې مړ شوی دی.

سلطان امیر تارر چې په "کرنل امام" مشهور و، په شمالي وزیرستان کې له تندروانو سره بندي وو او د زړه د حملې له آمله مړ شوی دی. تندروانو په تیر مارچ کې کارنل امام د پاکستان د استخباراتو د یو بل افسر او د یوه برتانوي تلویزیون د پاکستاني ژورنالست سره یو ځای ونیو او له همهغه راهیسې د هغوی په ولکه کې وو.

دغه خبر په قبایلي علاقه کې د حکومت لوړ پوړه استازي طارق حیات ورکړ او هغه وویل چې له دې پیښې نه محلي چارواکو خبر کړی دی.

تارر د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) لوړ پوړې متقاعد چارواکی وو. هغه د ١٩٨٠م په لسیزه کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) سره له نږدې کار کړی وو چې د شوروي اتحاد په خلاف جگړه کې د افغان مجاهدینو مرسته وکړي. وروسته کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغه د طالبانو له مشرانو لکه ملاعمر سره نږدې روابط پیدا کړل. په وروستیو څو کلونو کې هغه له طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې مشورې ورکولې، خو دا خبره یې نه منله چې دی له طالبانو سره مستقیمې اړیکې لري.

له کرنل امام سره په تیر مارچ کې نیول شوی ژورنالست وروسته خوشې شو، خو د استخباراتو بل افسر د تندروانو په لاس ووژل شو.

XS
SM
MD
LG