د سویلي امریکا په هېواد، کولمبیا کې، د دوشنبې ورځې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي. چارواکي وېره لري چې ښايي د قربانیانو شمېر لا ډېر شي، ځکه د ژغورنې ډلې په چټکۍ سره د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
د ژغورنې ډلې د هغو کسانو د موندلو لپاره هڅې کوي چې په کولمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې له امله تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي. زلزله د پلازمېنې بوګوتا په شاوخوا ۲۴۰ کیلومترۍ لویدیځ کې رامنځته شوې او لږ تر لږه ۲۵۰ کسان یې وژلي دي ۲۵۰۰ ژوبل او ۴۱۰۰ لادرکه دي.
د دوشنبې ورځې زلزلې سلګونه ودانۍ زیانمنې کړې او بیړنۍ ډلې هڅه کوي چې خلک له نړېدلو ودانیو څخه راوباسي.
ژغورونکو د سې شنبې په ورځ وویل، لا هم شاوخوا ۲۴ ساعته داسې مهم وخت پاتې دی چې په ترڅ کې یې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هیله شته.
د سره صلیب یوه کارکونکی، هوان فرناندو اوسما وویل: «زموږ تر ټولو ستره هیله دا ده چې ښايي د ودانیو تر خاورو لاندې داسې خوندي ځایونه موجود وي چې خلکو ته د اوږدې مودې لپاره د ژوندي پاتې کېدو زمینه برابره کړي.»
د امریکا غږ خبریال الوارو الګارا، چې د وینزویلا څخه راپور ورکوي، وايي زلزلې د وینزویلا په پلازمېنه کې هم شدیده لړزه رامنځته کړه. د خطر زنګونه ووهل شول او خلک د احتیاط لپاره واټونو ته ووتل. وینزویلا له کولمبیا سره نږدې ۲،۲۲۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
هغه وویل: «له تر ټولو جدي حالاتو څخه یو په کالي کې دی، چېرته چې د ۲۵ ودانیو تر نړېدو وروسته خلک لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي. سربېره پر دې، د کالي ښاروال خبرداری ورکړی چې په ګڼو ودانیو کې درزونه پیدا شوي او د ښار په بېلابېلو برخو کې وضعیت ډېر جدي دی.»
د کولمبیا ولسمشر ابېلاردو دې لا اسپرییلا، چې د زلزلې نه یوازې څو ورځې مخکې یې دنده پیل کړې وه، د سې شنبې په ورځ بېړنی حالت اعلان کړ.
هغه وویل: «په کالي کې زموږ لومړیتوب هغه کورنۍ دي چې زیانمنې شوې او هغه کسان چې د دې طبیعي ناورین له امله ورک دي. ملي حکومت د سیمهییزو او محلي چارواکو په همغږۍ، د ټپیانو د پاملرنې، د ورکو کسانو د لټون او په ښار کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.»
د زلزلې ټکانونه په ګاونډی هیوادونو پاناما، اکوادور او وینزویلا کې هم احساس شوي.
متحده ایالتونو ویلي چې کولمبیا ته به د بیړني سرپناه، خوړو او نورو مرستو لپاره ۱۵.۵ میلیونه ډالر مرسته برابره کړي.
فورم \ دبحث خونه