د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پر مسجد الاقصی د 'اسرائیل برید' 'وحشیانه او بشریت په وړاندې جنایت' وباله


د طالبانو د حکومت ویاند د دوشنبې په ورځ اپرېل لسمه (وري ۲۱) پر مسجد القصی د اسرائیلي سرتیرو هجوم "وحشیانه" وباله او هغه یې په سختو ټکو وغنده.

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر پاڼه پدې اړه اعلامیه کې ویلي چې: "اسرائیلي عسکرو لخوا د بیت المقدس په الاقصی جومات کې په مسلمانو لمونځ کوو ډزې وشوې چې له امله يې له سلو ډير فلسطیني لمونځ کونکي ټپيان او د څلور سوو په شاوخوا کې ونیول شول."

مجاهد د اعلامیې په دوام ویلي چې، "اسلامي امارت دغه وحشیانه برید په تر ټولو کلکو ټکو غندي او بشري ضد جنایت یې بولي. په مقدسه اماکنو او بې دفاع خلکو برید او له هغوی سره تاوتریخوالی د نړیوالو اصولو خلاف او غاصبو اسرائیلو لخوا یو ظالمانه عمل دی."

د طالبانو دغه ویاند همدارنګه له مسلمانانو څخه غوښتي چې د "مظلومو فلسطینیانو له حقوقو څخه ملاتړ وکړي."

مجاهد په دغه اعلامیه کې اسرائیلي چارواکو ته په خطاب کې ویلي: "د اسرائیلو لخوا دغه ډول بشر ضد کړنې او د مقدسه اماکنو بې حرمتي له اسلامي او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی."

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه پر افغانستان واکمن شوي، خو تر دا مهاله یې حکومت د هیچا لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

پر طالبانو یو انتقاد دادی چې په دغه هیواد کې ښځو او نجونو ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې او ښځې یې په غیر دولتي سازمانونو له کار کولو څخه راګرځولي دي.

د بیت المقدس په پخواني ښار په مجسد الاقصی کې د یکشنبې په ورځ اپرېل نهمه (وري ۲۰) تاوتریوالي وروسته تر هغه زور واخیست مسلمانانو هغه د تراویح لمونځ ادا کوی او یهوديانو هلته تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې خپل د اختر جنش نیولی و.

د مسلمانانو په درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای مسجد الاقصی کې له فلسطینيانو سره د اسرائیل د پولیسو اخ او ډب نړیوال غبرګونونه او اندېښنې پارولي دي.

پولیسو د چهارشنبې سهار وختي اپریل پنځمه (وري ۱۶) د الاقصی جومات ته ددې دپاره ننوتل چې د پولیسو په وینا د "یو شمېر هغو مخ پوښلیو شر جوړوونکو ځوانانو مخه ونیسي چې ځانونه یې د جومات دننه کلابند کړي وو."

د پولیسو په ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې هغوی په ډبرو او پټاقیو ویشتل کیږي. په دې ترڅ کې لږترلږه ۳۵۰ کسان نیول شوي دي.

پخوا هم دا ځای د اسرئیل او فلسطینیانو تر منځ د تاوتریخوالي د ډېرو پېښو لامل شوی دی. د ۲۰۲۱ په مۍ میاشت کې په دغه ځای کې د تاوتریخوالي له کبله د دواړو خواوو ترمنځ په غزه کې جګړه ونښته چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ.

XS
SM
MD
LG