د لاس رسي وړ اتصالات

په مسجد الاقصی باندې د اسرائیل د پولیسو برید نړیوال غبرګونونه پارولي


 مسجد الاقصا
مسجد الاقصا

د مسلمانانو په درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای مسجد الاقصی کې له فلسطینيانو سره د اسرائیل د پولیسو اخ او ډب نړیوال غبرګونونه او اندېښنې پارولي دي.

پولیسو د چهارشنبې سهار وختي اپریل پنځمه (وري ۱۶) د الاقصی جومات ته ددې دپاره ننوتل چې د پولیسو په وینا د "یو شمېر هغو مخ پوښلیو شر جوړوونکو ځوانانو مخه ونیسي چې ځانونه یې د جومات دننه کلابند کړي وو."

د پولیسو په ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې هغوی په ډبرو او پټاقیو ویشتل کیږي. په دې ترڅ کې لږترلږه ۳۵۰ کسان نیول شوي دي.

۷۴ کلن فلسطیني عیني شاهد عبدالکریم عکریم وویل، د اسرائیل پولیس له ډنډو، اوښکې بهوونکي ګازو او د لوګي تولیدوونکو بمونو سره په جومات ورننوتل او لمونځ کوونکي ښځې او نارینه یې ووهل.

په ټولنیزو شبکو کې عامه شوې یوه ویډیو ښيي چې پولیس د جومات دننه خلک وهي او پر ځمکه یې راڅملوي.

د فلسطیني سرې میاشتې ادارې ویلي د ۳۷ کسانو درملنه یې کړې، چې پدې کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د ویاند له قوله، نوموړی د هغو عکسونو په لیدلو "هیښ او خواشینی" شوی چې ښيي د اسرائیل امنیتي ځواکونو د روژې په میاشت کې د الاقصی جومات دننه خلک وهلي ټکولي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، متحده ایالات "د تاوتریخوالي د دوام له امله سخت اندېښمن دی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي."

د الاقصی په جومات کې د تاوتریخوالي په دوام دواړو خواوو په یو بل توغندي ویشتلي دي. د اسرئیل چارواکو او عیني شاهدانو وویل د چهارشنبې په ورځ دوه نور توغوندي له کلابندې شوې غزې تړانګې څخه د اسرائیل په لور وتوغول شول.

د اسرائیل امنیتي مقاماتو د چهارشنبې ناوخته وویل پداسې حال کې چې خلک د ماښام د لمانځه لپاره د الاقصی جومات ته راټولېدل، "په لسګونو تنکیو ځوانانو چې ځینو یې خپل مخونه پوښلي وو" د جومات پر لور ډبرې او پټاقۍ وار کړې او یو ځل بیا یې هڅه وکړه چې ځانونه د جومات په انګړ کې کلابند کړي.

پولیسو وویل "بلواګر" یې وشړل او عبادت کونکو ته یې له جومات څخه د وتلو زمینه برابره کړه. د فرانسې خبري اژانس ویلي چې د اسرائیل امنیتي ځواکونو جومات ته غځېدلي لارې بندې کړي دي.

غبرګونونه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې هېواد یې له اسرائیل سره اړیکي بیا رغوي، ویلي: "د الاقصی جومات تر پښو لاندې کول زموږ سره کرښه ده."

په افغانستان کې طالب واکمنو د الاقصی په جومات کې د اسرائیل د پولیسو اقدامات غندلي او دا یې "له نړیوالو قوانینو سرغړونه او مقدساتو ته سپکاوی" ګڼلی دی.

د فلسطینیانو د ادارې د ولسمشر محمود عباس یوه ویاند وویل چې اسرائیل "د تاوتریخوالی او بې ثباتۍ فضا رامینځته کوي". هغه ویلي چې پولیسو د چهارشنبه په ماښام په جومات کې په عبادت کونکو برید کړی دی.

د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ شخړې په داسې حال کې زور اخیستی چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له تېر ډسمبر راهیسې د ښي اړخو سخت دریځو یهودي ګوندونو سره ګډ حکومت جوړ کړی دی.

د اسرائیل د ښي اړخې ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګویر ویلي د پولیسو د "چټک غبرګون بشپړ ملاتړ" کوي.

په غزه کې واکمنې د حماس وسله والې ډلې د لویدیځې غاړې په فلسطینیانو غږ کړی چې "په ډله ایز ډول الاقصی جومات ته لاړ شي او دفاع یې وکړي."

د اسرائیل له خوا په نیول شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات په داسې سیمه کې جوړ شوی دی چې یهودان یې ترټولو سپیڅلي مقام ګڼي.

پخوا هم دا ځای د اسرئیل او فلسطینیانو تر منځ د تاوتریخوالي د ډېرو پېښو لامل شوی دی. د ۲۰۲۱ په مۍ میاشت کې په دغه ځای کې د تاوتریخوالي له کبله د دواړو خواوو ترمنځ په غزه کې جګړه ونښته چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ.

XS
SM
MD
LG