د لاس رسي وړ اتصالات

جګړې سږکال نږدې ۲۵۰زره افغانان بې‌ځایه کړي - ملګري‌ملتونه


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د ۲۰۱۸ کال کې له پیل څخه د اکتوبر تر لومړۍ اونۍ پورې ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانان د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.

دغې ادارې په خپل تازه ریپوټ کې، چې د سې‌شنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۷) خپور شوی ویلي،چې جګړې او ناامنۍ یواځې د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۲۸۴۰۰ افغانان بې‌ځایه کړي دي.

د ریپوټ له مخې، د دغه شمیر بې‌ځایه شويو افغانانو لویه برخه د پروان، کاپیسا، تخار، پکتیکا، غزني، کنړ او بادغیس ولایتونو اوسیدونکي دي.

په ریپوټ کې راغلي، ۱۱۴زره افغانانو ته چې د جګړو او وچکالۍ له امله زیانمن شوي، په تیره اونۍ کې بشري مرستې رسول شوي، خو پاتې ۵۵ فیصده یې لا هم لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په داسې حال کې د جګړو له امله په کور دننه د بې‌ځایه شویو افغانانو په اړه ریپوټ خپور کړی، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره، افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو په دې وروستیو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد خپل یرغلیز عملیات ۳۶ فیصده زیات کړي دي.

د جګړو او ناامنیو سربیره، سږکال وچکالۍ هم زیات شمیر افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې‌ځای کړي دي.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي، چې په اوس وخت کې څه باندې ۲۱۶زره افغانان په لویدیځو او جنوبي ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي.

اوچا ویلي، وچکالۍ ځپلو افغانانو ته د مرستې رسولو په پروګرام کې د ۱۵ ولایتونو شاوخوا ۱.۲ میلیونو بې‌ځایه شویو ته مرستې رسول شوي دي.

XS
SM
MD
LG