د لاس رسي وړ اتصالات

د ایبولا ناروغۍ په کانګو کې له ۴۰۰۰ څخه زیات کسان مړه کړي

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت چارواکي وايي په دغه هېواد کې د ایبولا د وبا له کبله د مړو شمېر له ۴۰۰۰ اوښتی او دغه ناروغي د کانګو په یو شمېر سیمو کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د وروستیو قربانیانو په منځ کې یوه اته میاشتنی امیندواره ښځه او د هغې نا زېږېدلی ماشوم وو چې په بوټیمبو ښار کې خاورو ته وسپارل شول.

د روغتیايي کارکوونکو تر څارنې لاندې کورنۍ ته اجازه ورکړل شوه چې خپل دودیز مراسم ترسره کړي، څو د ناروغۍ د لا خپرېدو مخه ونیول شي.

د ایبولا دا بڼه چې «بونډیبوګیو» نومیږي، د کانګو په تاریخ کې د ایبولا ترټولو مرګانۍ او د نړۍ په کچه د ایبولا دویمه ترټولو بڼه ده چې تراوسه یې له ۸ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

سره له دې چې چارواکي په ځینو سیمو کې د ناروغۍ د خپرېدو د کموالي خبر ورکوي، خو دا ویروس لا هم په ختیځه کانګو کې په چټکۍ سره خپرېږي.

په کینیا کې هم د ایبولا ددې بڼې مثبته پیښه ثبت شوې او په ټوله سیمه کې ددې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG