د لاس رسي وړ اتصالات

یهودي ډلو د امریکا د کانګرس د مسلمانې غړې لېرې کول غوښتي


الهان عمر د متحدو ایالتونو د استازو د خونو لومړنۍ غړې ده چې حجاب کوي
الهان عمر د متحدو ایالتونو د استازو د خونو لومړنۍ غړې ده چې حجاب کوي

د متحدو ایالتونو د کانګرس مسلمانه غړې الهان عمر، یو وار بیا د یهودي ډلو له سختو نیوکو او انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

په یو تازه اقدام کې ځینې یهودي ډلو د کانګرس له مشرې نانسي پلوسي غوښتي چې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه الهان عمر وباسي.

ولسمشر ټرمپ هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي "الهان عمر یو وارې بیا د خپلو ډاروونکو خبرو له کبله، چې اسرائیل یې اندېښمن کړي، تر فشار لاندې ده. یهودي ډلو د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي ته لیک استولی او له هغې څخه یې غوښتي چې الهان دې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه وباسي. د اسرئیلو لپاره توره ورځ!"

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې د اسرائیل ضد څرګندونو له کبله د استازو له مجلس نه د الهان عمر د لېرې کولو غوښتنه کړې وه. الهان عمر څو ورځې مخکې لیکلي وو چې د امریکا-اسرائیل د عامه چارو کمېټه امریکایي قانون جوړوونکو ته پېسې ورکوي چې د یهودو د دولت ننګه وکړي.

د امریکا-اسرائیل د عامه چارو کمېټې په مستقیم ډول په انتخاباتو کې د هېڅ یو کاندید مالي ننګه نه ده کړې. دغې کمېټې هم د الهان عمر "خبرې درواغ" او د "یهودو ضد" بللي دي.

مېرمن عمر وروسته د خپلو دغو څرګندونو له کبله بخښنه غوښتې وه. الهان عمر د دیموکرات ګوند غړې او د امریکا په کانګرس کې د مینوساتا ایالت استازې ده. هغه د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس لومړنۍ غړې ده چې حجاب کوي.

XS
SM
MD
LG