د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کانگرس د مسلمانې غړې نه د استعفې غوښتنه وکړه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانگرس د دیموکرات گوند د مسلمانې غړې نه غوښتي دي چې د خپلې دندې نه دې استعفې وکړي

د کانگرس مسلمانه غړې الهان عمر د هغې نه وروسته چې د یهودانو ضد یو بیان یې ورکړ د جمهوري غوښتونکي او د دیموکرات گوند د غړیو لخوا د سخت انتقاد سره مخامخ شوه او هغې د دوشنبې په ورځ د خپلو څرگندونو لپاره بخښنه هم وغوښته.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د هغې بخښنه غوښتل پوره نده او دا چې هغې د یهودانو په اړه سپکې څرگندونې کړیدي.

ټرمپ وویل: "الهان دې د کانگرس نه استعفې وکړي او یا دی د بهرنو چارو د کمیټې غړیتوب پریږدي."

الهان عمر چې صومالي نژاده امریکایۍ ده، د منيسوټا د ایالت نه یې د ٢٠١٨ کال په انتخاباتو کې د کانگرس څوکۍ گټلې وه. هغې څو ورځې مخکې په امریکا کې د اسرایلو په یوې ټولنې اعت‏راضونه وکړل چې د هغې نه وروسته د کانگرس دواړو گوندونو پرې سختې نیوکې وکړی.

هغې په خپل ټویټر لیکلي و چې په امریکا کې د اسرایلو لپاره کارکونکي لابي د امریکا په سیاست د نفوذ لپاره پیسې استعمالوي. هغې دا هم ویلي و چې یهودان غواړي د اسرایلو د ملک د جوړولو لپاره په امریکا کې پلویان پیدا کړي.

الهان عمر د خپلو څرگندولو لپاره بخښنه غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG