د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان تاریخي ارشیف د امریکا د کانګرس د کتابتون برخه شوه


پدې ارشیف کې د ۱۹۸۶ کال نه تر ۲۰۱۲ کال مسایل نغښتي دي
پدې ارشیف کې د ۱۹۸۶ کال نه تر ۲۰۱۲ کال مسایل نغښتي دي

په کابل کې میشت د افغان نشراتي مرکز له لوری پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل او تر هغې را وروسته تر ۲۰۱۲ کال پورې د افغانستان د حالاتو ویدیويي، غږیز او انځوریز مستند مطبوعاتي ارشیف د کانګرس کتابون ته ډالۍ شو.

دا ارشیف په اوه کالو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبه ګټې اخستو ته تیار شوی.

پدې تاریخي ارشیف کې د پخواني شوروي ځواکونو په وړاندې د افغان جهاد ورځنۍ شیبې، د تروریزم سره د امریکا په مشرۍ د روانې جګړې، او د افغانستان د کورنیو مهمو مسایلو په اړه معلومات شامل دي چې د امریکا د کانګرس کتابتون ته وسپارل شو.

ډیویډ ماؤ د کانګرس د کتابتون سرپرست رئیس دی او وایي همدا ډیجيټل ارشیف د کانګرس په کتابتون کې ساتي او د خپلو مطالعې په خونو کې به یي عامه ګټې اخستو ته اماده کړي.

د کانګرس کتابتون کې په ملیونونه ویدیویي، غږیز، چاپي او سمبولیکې تاریخې نسخې ارشیف دي چې په متحده ایالاتو کې دوېم لوی کتابتون بلل کیږي.

د افغان نشراتي مرکز مسؤل حاجي سید داؤد وایي همدې کانګرس ته یي د افغانستان د لسیزو ناخوالو د ارشیف یوه کاپي وسپارله. پدې ارشیف کې تر دری سوه ساعته ویدیو او غږیز مواد ثبت او همدا شان ۹۴۶۵۲ عکسونه شامل دي.

د فبروري په شپاړسمه د سه شنبې په ورځ د کانګرس کتابتون ته د افغانستان د اوضاع اړوند د ارشیف سپارلو په غونډه کې د کانګرس د یو شمیر پخوانیو او اوسنیو غړو سربیره، ډیر شمیر افغان او امریکایي، لیکوالانو، ژورنالستانو، دیپلوماتانو او محصلینو هم ګډون کړې و.

ستیقن السون د یو فرهنګي او تعلیمي تولیدي شرکت رئیس دي، هغه د همدې ارشیف د موادو په راغوڼډولو، ترتیبولو او ډیجټل کولو کې زیار ګاللی او د افغانستان دننه د همدې مستندو موادو جوړولو لمړنۍ ورځو یادولو سره وایي « موږ خپله اولنۍ روزنیزه اونۍ پیله کړه، بیا موږ د هیواد مختلفو سیمو ته د ویدیي او عکاسۍ کمرو او نوو نظرییو او حتی د مشخصو ویدیويي شاټونو اخستو لست سره مو د خپلو همکارانو په لیږلو پیل وکړ».

د افغان نشراتي مرکز مسؤل اشنا تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې لدې با ارزښته ارشیف نه نوی نسل د تحقیقاتي لیکنو او تاریخي ماخذونو په توګه په وړیا توګه کار اخستی شي. پدې ارشیف کې د افغانستان دیرش مهم مسایل نغښتي چې د جګړو نیولې تر بشري حقونو، د ښځو د حقوقو، سیاسي جوړښتونو، اداري سمون، حکومتي اصلاحات او دیته ورته نور ملي مسایل شامل دي.

دا لمړی ځل دی چې د متحده ایالاتو د کانګرس کتابتون ته د افغانستان د معاصر تاریخ د وروستیو دری لسیزو یو مهم هراړخیز تحقیقاتي ارشیف پخپله د افغانانو لخوا سپارل کیږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG