د لاس رسي وړ اتصالات

والټز: د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره اوربند حتمي دی


د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو تر یوې حملې وروسته لغوه شول، د قوس په ۱۶ مه پيل بېرته شول چې د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکز و، ترڅو اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

خو پروان کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډې د طالبانو تر برید وروسته، دغه خبرې د قوس له ۲۱مې، یو ځل بیا تر نامعلومې مودې ځنډېدلې دي.

خو دواړو لوریو ویلي چې دا وقفه ددې لپاره راغلې چې دواړه لوري له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

د امریکا د کانگرس جمهوري غوښتونکی استازی مایکل والټز وایي طالبان ښایي د خپلو د قوماندانو او جنگیالیو د کنترول توان نلري. والټز وایي طالبان اندیښنه لري که چېرې اوربند ومني ښایي د خپلو طالب قوماندانانو د بریدونو مخه ونشي نیولی.

والټز همداراز وایي داسې نښې نښانې ندي ترسترگو شوي چې طالبانو د القاعده او حقاني شبکې سره خپلې اړیکې وشلوي چې د هغه په وینا دا د سولې د خبرو سره د هغوی د بې علاقه گي ښکارندوي کوي.

والټز دا څرگندونې د لینا روزبه سره په یوې ځانگړې مرکې کې کړي دي.

XS
SM
MD
LG