د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس غړي د روباټ د مسابقې لپاره افغانو جینکو ته ویزې غواړي


د امریکا د کانگرس یو شمیر غړو د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک استولی چې په هغې کې یې غوښتي هغو شپږو افغانو جینکو ته دې د امریکا ویزې ورکړل شي چې غواړې د جولایي په ١٦ په واشنگټن کې د روباټونو په یوې مسابقې کې برخه واخلې.

د کانگرس غړو د دوشنبې په ورځ په خپل دغه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته لیکلې چې د دغه وزارت له طرفه شپږو افغانو جینکو ته د امریکا د ویزو د نه ورکولو فیصلې اندیښمن کړېدي.

د کانگرس غړو په خپل لیک کې غوښتې چې دغو جینکو ته دې ویزې ورکړل شي. دوي زیاتوې چې په دی پوهیږي چې د امنیت مسله د ویزو د ورکولو په لړ کې تر ټولو مهمه مسله گڼل کیږي خو په دی باور نه کوې چې دغه شپږ تنه پیغلې دې امنیت ته خط‏ر پیښ کړي.

د کانگرس غړو په دغه لیک کې د بهرنیو چارو په وزارت نیوکه کړېده چې د امریکا ارزښتونه یې د پامه غورځولي دي.

هغوي زیاتوي چې دغه زیارکښې، تکړه جینکۍ چې غواړې په یوې نړیوالې تعلیمې مسابقې کې برخه واخلی، د برخې اخیستلو نه منع کول د امریکا د بهرنیو چارو د ارزښتونو په ضد ده، دغه لیک دا هم وایي چې ډپلوماسي یواځۍ د سفارتونو او کونسلگریو پورې محدوده نه ده خو په دی کې د نړۍ د نورو هیوادونو سره د تعلیم، ساینس، هنر، انجنیرۍ او داسې په نورو ډگرونو کې مرسته او همکاري شامله ده.

د کانگرس غړیو په دغه لیک کې په افغانستان کې د امریکا د جگړې د اهدافو یادونه کړیده چې د امریکا او د ناټو د عسکرو په افغانستان کې د طالبانو د کنټرول د ختمولو یو مهم هدف دا و چې طالبانو د افغان میرمنو حقوق ځبل.

هغوې زیاتوې چې د کانگرس هغه غړې چې افغانستان ته یې سفرونه کړېدی، دا یې په خپلو سترگو لیدلې دي چې د امریکایي عسکرو د قربانیو په نتیجه کې افغانې جینکۍ ښوونځیو ته روانې دي.

دغه لیک زیاتوي چې امریکا ته د دغو افغانو جینکو د راتگ مخه بندول ، د هغه څه په ضد ده چې مونږ د هغې لپاره جگړه کوله.

دغه لیک د کانگرس لسگونو غړو لاسلیک کړیدی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د دیموکرات گوند غړي سناتور برنې سینډرز هم تیره اونۍ په خپل فیس بک کې د بهرنیو چارو د وزارت نه غوښتې و چې دغو جینکو ته دی ویزې ورکړې.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG