د لاس رسي وړ اتصالات

سینډرز: افغانو جینکو ته دې د امریکا ویزې ورکړل شي


Courtesy of First Global
Courtesy of First Global

د امریکا د دیموکرات گوند سناتور برني سینډرز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په هغه فیصله سختې نیوکې کړیدي چې هغه افغانو جینکو ته یې ویزې نه دي ورکړي چې غوښتل یې امریکا ته راشي او د روباټونو په یوې نړیوالې مسابقې کې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده دغه شپږو افغانو جینکو کوښښ کاوه چې د روباټونو په یوې نړیوالې مسابقې کې د گډون لپاره امریکا ته راشې. په دغه مسابقې کې د ١٦٠ هیوادونو د لیسو ماشومان گډون کوي. دغه مسابقه به د جولایي په شپاړسمه د واشنگټن په ښار کی ترسره شي.

د افغانستان ټیم چې ټولې جینکۍ دي، به د گیمبیا د ټیم سره د سکایپ د لارې په دغه مسابقې کې گډون وکړې. د روباټونو په دغې مسابقې کې د ایران، عراق سوډان او کیوبا زدهکونکې هم برخه لرې.

د امریکا د دیموکرات گوند سناتور برني سینډرز په خپل فیس بک کې لیکلي دي چې "زه غواړم تاسو د دی جالبه، هوښیارو او زړورو افغانو جینکو نه خبر شئ. دوي هیله لرله چې واشنگټن ډي سي ته د روباټونو په یوې نړیوالې مسابقې کې د برخې اخیستلو لپاره راشې."

ښاغلي سینډرز په خپل فیس بک باندې په دغه لیک کې دا هم لیکلي چې دغه افغان پیغلو د نورو هېوادونو د ماشومانو په پرتله ډیر کم وسایل لرل. هغه وایي چې دغه جینکۍ چې د هرات نه یې ٥٠٠ میله د خطرونو نو ډک سفر کړیدی او ځانونه یې کابل ته رارسولي دي ، دوه ځله یې د امریکا د ویزې اخیستلو کوښښ وکړ.

سینډرز زیاتوي چې هغه نه پوهیږې چې ولې دغو جینکو ته ویزې ندې ورکړی شوي.

هغه د امریکا د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو د ځوانانو سره د تعلیم په برخه کې د مرستو په هکله لیکلي. "امریکا د ځوانانو سره د تعلیم په برخه کې مرستې کوي او دا زمونږ د بهرنیو چارو د پالیسۍ برخه ده."

ښاغلي سینډرز لیکلي چې امریکا د ځوانانو تعلیم ته اهمیت ورکوي او هغه خطر نه گڼي.

سناتور سینډرز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نه غوښتي دي چې په خپله فیصله بیا نظر وکړې او دغو جینکو ته چانس ورکړي چې واشنگټن ته راشي او په دغې مسابقې کې برخه واخلې.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې د پیلیدو نه وروسته امریکا ته د سفر په هکله یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې یې پکې په شپږو ملکونو د اتباعو امریکا ته په سفر بندیز ولگاوه.

په دغه پریکړې باندې د دیموکرات گوند د ځینو مهمو سیاستمدارانو برسیره د بشري حقوقو فعالینو هم په دی وجه نیوکې وکړی چې دغه د هغو ملکونو په اتباعو امریکا ته د سفر بندیز لگوي چې زیاتره یې مسلمانان دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG