د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ښار کډوالو ته پنډغالی جوړوي


د نیویارک ښار د برانکس په سیمه کې دا اونۍ د هغو کډوالو دپاره د یوه پنډغالي د جوړولو کار پیل شو چې د امریکا له جنوبي سرحد څخه دغه هیواد ته را اوړي.

متحده ایالاتو ته له جنوبي سرحده د را اوښتونکو کډوالو ستونزه د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سیاستوالو ترمنځ له لانجمنو موضوعګانو څخه ده.

د ټکساس، اریزونا او فلوریډا جمهوري غوښتونکي والیان، له مکسیکو څخه امریکا ته را اوښتونکي غیر قانوني کډوال، د نیویارک، واشنګټن ډي سي او ماساچوسټ ایالتونو او ښارونو ته چېرې چې ډیموکرات والیان او ښاروالان حاکم دي، وراستوي تر څو د امریکا په فدرال حکومت باندې فشار وارد کړي چې امریکا ته د ناقانونه کډوالو د مخنیوي چارې سختې کړي.

د نیویارک ښاروالۍ اوس هغو نږدې ۱۳ زره کډوالو ته د لنډمهاله اوسېدنې یو کمپ جوړوي چې د ټکساس او اریزونا له ایالتونو څخه په بسونو کې دغه ښار ته وروړل شویدي.

په دې وروستیو کې د فلوریډا اوسني جمهوري غوښتونکي والي چې د بیا ځل ټاکل کېدو تمه لري، دغه ایالت ته ورغلي کډوال د ماساچوسټس ایالت ته واستول.

د نیویارک ښاروال وايي په ښار کې یې د کډوالو لپاره ۲۳ بیړنۍ سرپناوې پرانیستې دي او د ۳۸ نورو په پرانیستل کېدو غور کیږي.

د کډوالو لپاره به د نیویارک د برانکس په سیمه کې سمندر ته نږدې خیمې درول کیږي. دغه سیمه له ښار څخه لرې ده او کډوال به عامه ترانسپورت ته لاسرسی نه لري.

د کډوالو د چارو ملاتړي وايي، د ښاروالۍ دغه پلان سم نه دی طرحه شوی.

د نیوریاک د کډوالو د ایتلاف د ټولنې غړی مراد عوده وايي، ټولنه یې نه غواړي دغه لنډمهالی پنډغالی د دایمي سرپناه دپاره وکارول شي.

هغه وویل: "په دې خاطر چې مونږ نه غواړو دغه استراحت ځای په داسې یوه داسې پنډغالي بدل شي چې زرګونه کسان په کې د ډیر وخت لپاره ژوند وکړي. ځکه دغه سیمه له ښار څخه لرې ده، عامه ټرانسپورټ نه لري او د سیلابونو او توپانونو له ګواښ سره هم مخ ده.".

ښاغلی عوده زیاتوي، د ډیموکراتو والیانو او ښاروالانو له خوا اداره کېدونکو ایالتونو او ښارونو ته د جمهوري غوښتونکو والیانو له خوا د ډیرو مهاجرو له استولو څخه هدف دادی چې په دغو ښارونو فشار زیات شي او د امریکایانو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.

هغه وویل: "که دوی په دې خاطر خلک دلته را استوي چې مونږ خدمتونه ورته وړاندې کولی شو. نو مهرباني د وکړي له والي او د نیویارک له ښاروال سره دې اړیکه ونیسي. دوی له دې استدلال څخه کار نه اخلي بلکه غواړي چې امریکایان سره وویشي او د کرکې تخم یې ترمنځ وپاشي."

د برانکس د سیمې اوسېدونکي وايي دوی غواړي چې ترخپله وسه راتلونکو کډوالو سره مرسته وکړي خو د دغې سیمې امنیت ته هم د ډیر کډوالو د راتګ له امله اندېښنه لري.

ددي سیمي اوسيدونکي ګیګي ګیلیارډ وايي، د ښار ځینې اوسېدونکي اندېښنې لري چې کیدای شي د نویو کډوالو په راتګ سره د غلا غدۍ پېښې زیاتې شي.

دغه پنډغالی د نیویارک د ښار د مترو او بس د سیسټمونو د پوښښ له ساحې بهر پروت دی او د ښار تر مرکز پورې راتګ شاوخوا دوه ساعته وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG