د لاس رسي وړ اتصالات

د ممبۍ په خونړۍ حملې کې ککړې پاکستانۍ ډلې سیاسي گوند جوړ کړ


د پاکستان یوې اسلامي خیریه ټولنې چې امریکا درې کاله پخوا د بهرنو ترهگرو په لسټ کې شامله کړېده، د یو سیاسي گوند (ملي مسلم لیگ گوند) جوړولو اعلان کړیدی. دغه ټولنه وايي چې د پاکستان په راتلونکې پارلیماني انتخاباتو کې به برخه اخلي.

د جماعت الدعوه دغه لانجمنه خیریه ټولنه چې په اصل کې د لشکر طیبه جهادي ډله ده او حافظ سعید یې مشري کوي، په هکله ویل کیږي چې دغه ډله د ممبۍ د ٢٠٠٨ کال په خونړۍ حملې کی لاس لري.

واشنگټن د حافظ سعید په سر د معلوماتو د شریکولو او د نیولو لپاره لس ملیونه امریکایي ډالره انعام ایښې دی. د پاکستان حکومت حافظ سعید د تیرو ٦ میاشتو راهیسې په کور کې نظربند کړی دی.

پاکستاني چارواکو سعید د هغې نه وروسته په خپل کور کې نظربند کړیدی چې نړیوال فشار پرې زیات شو. اول یې هغه د ٦ میاشتو لپاره او اوس یې د ٢ نورو میاشتو لپاره نظر بند کړیدی.

د حافظ سعید ملگري، سیف الله خالد د دغې سیاسي گوند ملي مسلم لیگ مشر ټاکل شویدی. هغه امریکا غږ ته وویل"مونږ فیصله کړیده چې نوی سیاسي گوند جوړ کړو او زمونږ هدف دا دی چې په پاکستان کې اسلامي نظام عملې کړو او مونږ غواړو چې د خپل ملک مسلو ته د حل لارې ولټوو."

د بشري مرستو ټولنه

جماعت الدعوه وایي چې هغوي د لشکر طیبه سره تړاو نلري او وایي چې هغوي یواځې د خیرښېگړې کارونه کوي. جماعت الدعوه په دی برسیره د ممبۍ په حملو کې لاس لرل هم ردوي.

د ممبۍ حمله چې په ٢٠٠٨ کال کې ترسره شوه پکې ١٦٦ تنه ووژل شول. دغې برید د پاکستان او هند اړیکې دومره خرابې کړې چې د دواړو ترمنځ د جنگ خطر پیدا شو.

خالد وایي چې هغوي د خپل سیاسي گوند د ثبتولو لپاره د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون ته درخواست لیږلی دی او وایي چې غواړې په راتلونکې انتخاباتو کې برخه واخلي.

خالد زیاتوي چې جماعت الدعوه به په ټول ملک کې د بشري مرستو فعالیتونه جاري وساتي او د هغوې سیاسي گوند به په ټول ملک کې د خلکو استاځیتوب وکړي.

د ترهگرو ډلو په لسټ کې نوم

د هند او د امریکا چارواکو تراوسه پورې پدې هکله غبرگون ندی ښودلی.

گاونډي هیوادنو هند او افغانستان په پاکستان د ډیرې مودې راهیسې د ترهگرو د ملاتړ تورونه لگولي دي. امریکایي چارواکو هم په پاکستان دغه تورونه تکرار کړیدي.

پاکستان دغه تورونه ردوي او په هند الزام لگوي چې په پاکستان کې د ترهگرو ملاتړ کوي.

امریکا په ٢٠٠١ کال کې د لشکر طیبه ډله د ترهگرو ډلو په لسټ کې شامله کړیده.

د هغې نه وروسته چې امریکا د لشکر طیبه ډله د ترهگرو ډلو په لسټ کې شامله کړه، حافظ سعید د دغې ډلې نوم بدل کړ او په دغې ډلې یې د جماعت الدعوه نوم کیښود.

XS
SM
MD
LG