د لاس رسي وړ اتصالات

چیلي‌ د امریکا د فوټبال اتلولي وګټله او میسي استعفی وکړه


دا دویم ځل دی چې چیلي‌ د امریکايي‌ هېوادونو د فوټبال اتلولي‌ ګټي
دا دویم ځل دی چې چیلي‌ د امریکايي‌ هېوادونو د فوټبال اتلولي‌ ګټي

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د فوټبال سیالیو په وروستۍ لوبه کې چیلي ارجنټاین ته ماتې ورکړه. لوبه د یکشنبې په شپه د امریکا په نیوجرسي کې وشوه. نړیوال ستوري لیونل میسي له همدغې لوبې وروسته له نړیوال فوټبال سره مخه ښه وکړه.

لوبه له اول نه ډېره احساساتي‌او جدي‌ پیل شوه. دواړو غاړو یرغلیزه لوبه کوله او د لوبې تر نویمې دقیقې پورې دواړو غاړو د ګول وهلو څو چانسونه له لاسه ورکړل.

په دغې لوبې کې په زړه پورې خبره دا وه چې لوبڅار د دواړو لوبډلو یو یو لوبغاړي‌ ته سره کارتونه ورکړل او له میدان نه یې وویستل.

په اضافي نیم ساعت کې هم هېڅ یو ټیم ګول ونشو کړی، او بلاخره خبره پنالټي‌ ووتله. د پنالټۍ لومړی شوټ نړیوال ستوري‌ لیونل میسي وواهه، خو بخت یې یاره ونکړه او توپ یې د ګول پر سر تېر شو. دا لومړی ځل و چې میسي‌ د پنالټي شوټ مس کړ. د ارجنټاین بل لوبغاړي‌ هم پنالټي‌ میس کړه.

چیلي‌ هم خپله لومړۍ پنالټي‌ ګول نشوه‌ کړې، خو پاتې نورې یې ګول کړل او ارجنټاین ته ۴-۳ ماتې ورکړه او اتلولي‌ یې وګټله.

دا دویم ځل دی چې چیلي‌ د امریکايي‌ هېوادونو د فوټبال اتلولي‌ ګټي، دوی تېر کال هم دغه اتلولي‌ ګټلې وه او هلته یې هم په پایلوبې کې ارجنټاین ته ماتې ورکړه وه. په سږنیو لوبو کې ۱۶ ټیمونه وو، چې متحده ایالتونه یې کوربانه وو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG