د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د 'کرونا' ویروس د تشخیص مرکز پرانیستل شو


د افغانستان د روغتیا وزیر وايي، تر دې وروسته اړتیا نسته چې د «کرونا» ویروس مشکوکې نمونې د معاینې لپاره له هیواد څخه بهر ولېږل شي.

ډاکټر فیروزالدین فیروز نن سې شنبه «سلواغې ۲۹مه»په بلخ ولایت کې د «کرونا» ویروس د تشخیص د یوې ځانګړې څانګې پرانیستلو پرمهال وویل چې تر دې مخکې د «کورنا» ویروس مشکوکې نمونې د معایناتو لپاره له هیواد څخه بهر استول کېدلې چې ګڼې ستونزې یې رامنځته کړي وې.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:"له نېکمرغه د روغتیا وزارت د هڅو په نتیجه کې په هیواد کې د «کرونا» ویروس د تشخیص زمینه برابره شوه."

د هغه په خبره چې تر دې مخکې د ۳۰ تنو بهرنیانو په ګډون ۵۰۰ تنه له چین څخه افغانستان ته راغلي چې له یادو کسانو څخه د «کرونا» ویروس په هدف اخیستل شوي نمونې د معایناتو لپاره بهر ته لېږل شوي وې چې په خبره یې د هغوی په معایناتو کې د «کرونا» ویروس علایم نه دي موندل شوي.

د افغانستان حکومت له «کرونا» ویروس سره د خپرېدو د مخنیوي ټول سلاحیت د روغتیا وزارت په واک کې ورکړی دی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم نن په دې اړ خبریالانو ته وویل:"زموږ د روغتیا وزارت مسؤلیت لري، هر څه ته چې اړتیا لیدل کېږي، لاس لاندې دې ونیسي، د افغان ولسمشر ملاتړ ور سره دی، که چیري غواړي چې له چین څخه افغان محصلین باسي او یا هم نور پرګرامونه لري."

د چین ووهان ښار چې د لومړي ځل لپاره پکې د «کرونا» ویروس پیدا شو په دغه ښار کې ۴۱ افغان محصلین هم تر سخت قرنطین لاندې ژوند کوي.

تر دې مخکې د افغانستان د روغتیا وزیر ویلي و چې له چین څخه د افغان محصلینو په ایستلو سره باید د ۳۰ میلیونو افغانانو ژوند په خطر کې وانه چول شي.

د افغانستان د روغتیا وزیر ویلي چې په دغه هیواد کې د «کرونا» ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۰میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو د نوموړي په خبره تر دا مهاله دوه میلیونه ډالره د افغان حکومت او ۳ میلیونه ډالر د نړیوالې ټولنې لخوا ځانګړي شوي دي.

په افغانستان کې تر دا مهاله د «کرونا» ویروس پېښې ثبتېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې په چین کې د «کرونا» ویروس له امله په باندې ۱۶۰۰ تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG