د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو ثبت ۱۵سلنې ته راټېټ شوی


د افغانستان د روغتیا وزارت وايي که څه هم د کروناویروس د مثبتو پېښو ثبتولو ته په پاملرنې دغه هېواد اوس په یو ښه وضعیت کې دی، خو لا هم په دغه هېواد کې کروناویروس تر بشپړ کنټرول لاندې نه دی راغلی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست محمدجواد عثماني د پنجشنبې په ورځ د اګست ۱۳مه (زمري ۲۳) خبریالانو ته وویل چې په کروناویروس اخته څه باندې ۷۱ سلنه ناروغان بېرته ښه شوي دي او په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې د کروناویروس پېښو د معایناتو کچه ۱۵سلنې ته راټيټه شوې ده.

ښاغلي عثماني زیاته کړه: "زموږ هدف دادی په هغو سمپلونو کې چې راټولېږي د مثبتو پېښو شمیر له پنځه سلنې څخه کم شي او دا کار ممکن دی".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې خلک له ماسکونو، په اوبو او صابون د لاسونو په وینځلو، د ټولنیز واټن په رعایتولو او په غونډو کې له ګډون څخه د ډډې کولو له لارې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوی کولی شي.

همداشان د عامې روغتیا وزارت د مشورتي لویې جرګې پر مهال د ۵۱۲۰ کسانو د کروناویروس معاینات کړي چې په کې د دغې جرګې د ۳۱ غړو نتیجه مثبته تشخیص شوې ده.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې دغو کسانو ته د قرنطین سپارښتنه شوې او دا مهال د دغه وزارت د روغتیايي ډلو تر نظارت لاندې دي.

محمد جواد عثماني وویل د مشورتي لویې جرګې غړو ته سپارښتنه شوې چې خپلو ولایتونو ته له ستنېدو وروسته تر دوو اونیو پورې ځانونه قرنطین کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس له امله د نهو ناروغانو د مړینې خبر ورکړی چې په دې سره په افغانستان کې د دغه ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۱۶۳ ته لوړ شو.

همدا شان دغه وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کروناویروس ۸۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په مجموعي ډول په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۳۷زره او ۳۴۵ تنو ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په دې موده کې له کروناویروس څخه د ۲۰ تنو په ښه کېدو سره د روغو شویو کسانو شمیر ۲۷زرو ته پورته رسېدلی دی.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې د اګست ۱۳ (زمري ۲۳) په نړۍ کې څه باندې ۲۰.۶ میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو ۷۵۰زره تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG