د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس په امریکا کې دوه تنه مړه کړل


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

امریکايي چارواکي وایي په تازه پېښه کې د کروناویروس د واشنګټن په ایالت کې یو کس هم مړ کړ، پدې سره امریکا کې د کروناویروس تلفات دوو تنو ته ورسېدل.

په همدې حال کې امریکایي چارواکي وایي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

امریکايي چارواکي وايی چې په متحده ایالتونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه په دغه ویروس اخته شوي دي. په تازه پېښه کې یوه ښځه د نیویارک په ښار کې په کرونا اخته شوې ده. چارواکي وایي دغه ښځه تازه ایران ته تللې وه.

په چین، ایران، اروپا، امریکا او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر څه باندې ۳۰۰۰ ته رسېدلی دی.

کروناویروس دا مهال د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې خپره شوې او شاوخوا ۸۹زره کسان پرې اخته دي او د نړۍ اقتصاد یې هم زیانمن کړی دی.

دا ویروس لومړی په چین کې پیدا شو او اوس په دغه هېواد کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۲۹۱۲ ته رسېدلی او تر ۸۰زره زیات نور پرې اخته دي.

په چین پسې جنوبي کوریا دویم هېواد دی چې ۴۰۰۰ کسان په کرنا اخته شوي او ۲۲ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان په ګاونډ ایران کې ۱۵۰۰ کسان په کرونا اخته شوي او لږ تر لږه ۲۲ نور مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان په ټولو هېوادونو غږ کړی دی چې په دغه برخه کې لاس په کار شي او له یو بل سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG