د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې کرونا ۶۶ تنه وژلي او ۱۵۰۱ تنه په اخته شوي


ایران په کرونا اخته ناروغان
ایران په کرونا اخته ناروغان

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال وايي، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله تر دا مهاله ۶۶ تنه وژل شوي او ۱۵۰۱ تنه په اخته شوي دي.

علي رضا رئیسي نن دوشنبه «کب ۱۲مه» ویلي چې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو له ډلې د ۲۹۱ تنو په روغتیايي وضعیت کې ښه والی راغلی دی.

ایرنا خبري اژآنس د ښاغلي رئیسي له قوله ویلي:"په هیواد کې ۱۵۰۱ تنه په کرونا اخته شوي او ۶۶ تنه تر دا مهاله وژل شوي دي."

نوموړي زیاته کړې چې د کرونا دغه پېښې تر ډېره د ایران په قم او ګیلان کې رامنځته شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په لومړي سر کې ۷۲۸۰ تنو روغتون ته د معایناتو په هدف مراجعه کړې وه چې د ۴۳۱۲ تنو له ډلې ۱۵۰۱ تنه یې په کرونا ناروغۍ اخته شوي وه.

د ایران حکومتي چارواکو ویلي چې له کرونا سره مبارزه او کنټرول یې د حکومت او خلکو له لومړیتوبونو څخه ده.

بلخوا یاد هیواد د کرونا ویروس له امله ښوونځي او پوهنتونونه تر امر ثاني پوري رخصت کړي دي.

ایران په نړۍ کې دوهم هیواد دی چې تر چین وروسته ډېر کسان پکې د کرونا له امله وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG