د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس له کبله ګڼو هیوادونو کې خلک قرنطین شوي


Streets empty in LA as Corona Virus spreads - 3/19/20
Streets empty in LA as Corona Virus spreads - 3/19/20

د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو پریکړه کړې چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره خلک پرې نږدې چې د خپلو کورونو نه بهر ووځي.

د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۲۵) هند او ټول نوی ډهلي قرنطین شو.

د هند لږترلږه ۱.۳ میلیارد نفوس ته ویل شوي چې په کور کښیني، په هند کې ۵۶۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تراوسه لس کسان مړه شوي دي.

د هند یو اوسیدونکی راجو داس وايي دا قرنطین ډیر مهم دی، خو په دې وخت کې به زیات خلک زیان وویني، هغه کسان چې په نورمال حالت کې دي او پیسې ګټي لکه زه کار کوم، خو نور خلک چې بې وزله دي، او ژوند یې ورځني کار پورې تړلی دی، هغوی به څنګه کوي؟ حکومت باید د دوی وضعیت ته پام وکړي.

د کرونا ویروس له کبله د نړۍ ګڼ هیوادونه قرنطین شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

د ایټالیا حکومت پر هغو خلکو جریمه لوړه کړې چې قرنطین نه مراعتوي.

چارواکي وايي هر څوک چې پرته له کوم دلیل څخه له کور نه ووځي له ۴۰۰ څخه تر۳۰۰۰ یورو پورې به جریمه شي، پخوا دا جریمه۲۰۶ یورو وه.

د ایټالیا صدراعظم جوزپي کونتی وايي هیله لري چې دا قرنطین لږ وخت دوام وکړي.

ښاغلی کونتی وايي لکه څنګه چې ما له پیل نه یلي، ټول او موږ هر یو ددې اضطراري حالت پروړاندې باید خپله ونډه ادا کړو، چې بریالي شو او ډیر ژر بیرته راستانه شو.که هرڅوک قانون مراعت کړي نه یوازې خپل ځان او عزیزان به وساتي، بلکې ټوله ټولنه سره به مرسته وکړي چې له دې اضطراري حالت نه ډیر ژر راووځو.

د برتانیا د سلطنتي کورنۍ غړی شهزاده چارلز هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.

په نړیواله کچه د کروناویروس د خپریدو سره سره د چین وهان ښار بیرته پرانیستل شوی او کاروبار پیل شوی دی. چینايي چارواکي وايي چې دوه میاشتنی قرنطین به پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG