د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس؛ په چین کې ۳۶۱ کسان مړه شوي دي


له چین څخه دباندې د یوه ناروغ مرګ، پر چارواکو نور هم فشارونه زیات کړي چې د خپلو هېوادوالو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي.

د سه شنبې په ورځ یو چینايي تبعه چې له وهان ایالت څخه راغلی و په فلیپین کې د کروناویروس له وجې مړ شو.

امریکا، اسټرالیا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو له چین څخه د بهرنیانو پر راتګ بندیز لګولی دی.

د چین حکومت د دوشنبې په ورځ [فبرورۍ ۲] خبر ورکړی چې په هغه هېواد کې ۳۶۱ کسان د کروناویروس له وجې مړه شوي دي. چارواکو په ویروس د ۲۸۲۹ کسانو اخته کېدل تائید کړي دي. اوس په ټول چین کې ۱۷۲۰۵ کسان په ویروس اخته دي.

روغتيايي چارواکي وایې چې ویروس د انسان په هضمي جهاز کې بیا توليدېږي، خو دا ثابته شوې نه ده چې څنګه خپریږي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون یوه غړي ویلي چې په وهان، شینزین او حتي په امریکا کې د ناروغانو په غایطه موادو کې کروناویروس تشخیص شوی دی. میګ فینګ زیاته کړې چې "ویروس بیا تولیدېږي او په هضمی جهاز کې پاتې کېږي".

د کروناویروس چین ته سخت سیاسي او اقتصادي زیان رسولی دی. سوداګرو ته د ۴۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت زیان رسیدلی دی. د ویروس له پېدا کېدو وروسته، د چین حکومت، امریکا د غوغا په جوړلو تورنه کړې ده.

له بلې خوا، اېټالوي سایسنپوهان وایې چې دوي د نوي کروناویروس د ډي اېن اې تسلسل مات کړی دی.

د اېټالیا د عامې روغتیا وزیر روبرتو سپرینزاباور لري چې د ویروس تجزیه کول به د ناروغۍ په اړه د مطالعې لپاره زیات فرصتونه برابر کړي.

د کروناویروس؛ په چین کې ۳۶۱ کسان مړه شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

XS
SM
MD
LG