د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا د اومیکرون بڼې د تشخیص امکانات نلري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان لا د کروناویروس د اومیکرون د بڼې د تشخیص امکانات نلري، خو د نورو هیوادونو پرتله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس څپه ورو پرمخ روانه ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې د دغه وزارت د شمیرنو له مخې په افغانستان کې د کرونا وبا د خپریدو له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۵۷۹۹۸ کسان په کروناویروس اخته شوي دي او تر اوسه ۷۳۵۵ کسان پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

که څه د هم افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د کرونا وبا د نویو څپو د خپريدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لا تراوسه په دغه هیواد کې د څلورمې څپې خپریدلو خبر نه دی ورکړی. همداشان په دافغانستان کې لا تراوسه د کرونا وبا د اومیکرون د نوې بڼې د کومې پیښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وایي، چې افغانستان کې لا د کروناویروس د اومیکرون د بڼې د تشخیص امکانات نلري. هغه زیاتوي چې د روغتیا وزارت څو ورځې وړاندې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او څخه په رسمي ډول د اومیکرون د بڼې د تشخیص د پنځوس زرو کیتونو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ مثبته پیښه د تیر ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۴ د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه، چې بیا وروسته یې د هیواد نورو برخو ته هم په چټکۍ سره سرایت وکړ.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د اومیکرون ۷۹ مثبتې پیښې تراوسه ثبت شوي دي. د ډان په نوم د پاکستاني ورځپاڼې د یو راپور له مخې ددغو پیښو د ثبت وروسته روغتیايي چارواکو د ګڼې ګوڼې ځایونو کې د خلکو په ټولیدو د بندیز غوښتنه کړې ده.

د ایران حکومت په دغه هیواد کې د کرونا وبا د نوې بڼې د خپریدو د مخنیوي لپاره د افغانستان په ګډون خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د پنځلس ورځو لپاره په تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د نړیوالو روغتیايي ادارو د راپور له مخې د کرونا وبا د اومیکرون ویروس تر اوسه د نړۍ سلو هیوادونو ته رسیدلی دی.

د کرونا وبا، چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د چین وهان په ولایت کې خپره شوه اوس یې نږدې د نړۍ ټولو هیوادونو ته سرایت کړی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو پر اساس چهارشنبې د ورځې تر سهار پورې په نړۍ کې نژدې ۲۸۳ میلیونه کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او پنځه میلیونه څلور سوه ۱۷ زره او ۲۱۲ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG