د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس یوه اونۍ کې ۴۸۵ افغانان مړه کړي


د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روانې اونۍ د پیل څخه نن د پنجشنبې تر ورځې جون ۲۴ ( چنګاښ ۳) پورې ۴۸۵ تنه په کرونا ناروغۍ د اخته کیدو وروسته په افغانستان کې ددغې ناروغۍ له وجې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د تیرې یوې اونۍ د شمیرنو وروسته اوس په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د مړو شویو شمیر ۴۵۱۹ تنو ته رسیدلی دی.

کابل کې د کرونا پر ناروغۍ د دغې وبا د خپریدو راهیسې ۱۵۰۰ تنه مړه شوي، چې د کابل وروسته په دوهمه درجه کې په هرات کې ۴۹۶ او په درییمه درجه کې په بلخ ولایت کې ۴۱۰ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د شنبې له ورځې تر نن پنجشنبې ورځې پورې په افغانستان کې ټول ۳۱۲۵۷ مشکوک کسان د کرونا لپاره معاینه شوي، چې ۱۰۹۰۲ تنو پایلې مثبتې ختلي دي.

اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو فعالو پیښو شمیر ۳۹۶۸۲ ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د کرونا ویروس سره مبارزه یوازې د دغه وزارت د اقداماتو پر اساس نشي بریالی کیدلی او خلک باید ورسره په دې مبارزه برخه واخلي.

دغه وزارت د ټولو خلکو غوښتي، چې په وقایوي اقدامو سره دې د کرونا وبا د لا خپریدو مخه ونیسی.

د کرونا وبا په لومړي ځل د اوړم کال ۲۰۱۹ د دسامبر په میاشت کې د چین د ووهان په ولایت کې خپره شو او اوس په ټوله نړۍ کې دا وبا خپره شوې ده.

د امریکا د جان هاپکنیز پوهنتون د پنجشنبې د جون ۲۴ ( چنګاښ ۳) ورځې د شمیر له مخې ۱۷۹ میلیونه او ۶۰۸ زره کسان په ټوله نړۍ کې د کرونا پر وبا اخته شوي ، چې له ډلې یې درې میلیونه ۸۹۲ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG