د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس څومره وخت ژوندی وي؟


د کرونا ویروس د هوا په قطرو کې چې د ناروغ کس له خولې راوځي څو ساعته او د ځمکې پرمخ او وسایلو کې تر څو ورځو پورې ژوندی پاتې کیږي او د ناروغۍ سبب کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د روغتیا د ملي انستیتوت د پوهانو د څیړنو نتیجو ښودلې چې د کرونا ویروس د ناروغ سړي د خولې نه د راوتلې هوا په څپو کې لږ تر لږه تر څو ساعتونو پورې په هوا کې ژوندی پاته کیږي او که دغه قطرې پر ځمکه او شیانو باندې پریوزي ویروس تر څو ورځو پورې ژوندی پاتې کیږي او کولای شي چې د ناروغۍ سبب شي.

پوهانو پدغه څیړنه کې چې د نیوانګلند په ژورنال کې چاپ شوې موندلي دي چې کروناویروس د پلاستیکي وسایلو اوسپنې او فولادو پر سطحه باندې تر دریو ورځو پورې ژوندی پاته کیږي.

پوهانو همداشان موندلي چې کروناویروس د کاغذي وسایلو پر سطحه باندې لکه کارتن او کاغذي صندوق باندې تر ۲۴ ساعتونو پورې او د مسي وسایلو پر سطحه باندې یواځې څلور ساعته ژوندی پاته کیږي.

د نوې څیړنې موندنو ښودلې چې له ۶۶ دقیقو وروسته په هوایي قطراتو کې موجود کروناویروس د مرض د تولید وړتیا راکمیږي پدې معنی چې د ویروس نیمایي غیر فعاله کیږي او پدې توګه د د ۶۶ دقیقو په تیریدو سره یواځې ۲۵ فیصده ویروس فعال پاته کیږي او د دریم ځل ۶۶ دقیقو له تیریدو وروسته دغه ویروس صرف ۱۲ فیصده فعال وي.

په همدې توګه د نوې څیړنې له مخې د اوسپنې او د زنګ وهلو ضد فولادو پر سطحه باندې په پنځو ساعتونو او ۳۸ دقیقو کې د کروناویروس غیر فعال کیږي او د پلاستیک او پلاستیکي شیانو پر سطحه باندې د ویروس نیمایي اجزاوی په شپږ ساعتونو او ۴۹ دقیقو کې خپل فعالیت له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د چهارشنبې تر ورځې مارچ ۱۸ پورې کروناویروس د نړۍ ۱۶۴ هیوادونو ته پراخ شوی او څه دپاسه ۱۹۴ زره کسان پرې اخته شوي دي چې له دې جملې نه ۷۸۷۳ تنه یې ددې ناروغۍ په وجه مړه شوي دي.

د کروناویروس د پراخیدو د مخنیوي لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ زیات شمیر هیوادونو بیړنی حالت اعلان کړی او د ایټالیا او فرانسې په څیر یو شمیر هیوادونو د قرنطین حالت غوره کړی دی.

XS
SM
MD
LG