د لاس رسي وړ اتصالات

د مدغاسکر د بوټو درمل د کرونا "معجزه ناک علاج" ګڼل شوی 


د مدغاسکر (مدګاسکر) د بوټو درملو یو ترکیب وروسته له هغې د څېړونکو پام ځان ته جلبکړ چې دغه افریقایي هیواد جمهور رئیس د کووید۱۹ ناروغۍ د درملنې په اړه د هغې په ګټو خبرې وکړې او هغه یې "معجزه ناک علاج" وګاڼه.

د مدغاسکر جمهور رئیس اندری راجویلنا، وویل د کروناویروس ناروغان د اوو ورځو څخه تر ۱۰ ورځو پورې ددغه درملو له استعمال وروسته په بشپړه توګه روغ شوي دي. دغه درمل په افریقا کې د ملاریا د درملنې لپاره هم کارول کیږي.

د مدغاسکر جمهور رئیس وویل چې تر اوسه څه دپاسه ۲۰ افریقایي هیوادونو دغه درمل غوښتي دي.

د درملو ازمایل

پوهان اوس هڅه کوي چې دغه درمل د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره وازمایي.

جرمني څیړونکود یو امریکایي شرکت په همکارۍ دArtemisia annua په نامه بوټي شیره (عصاره) ازمایي چې د کووید۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره یې ګټورتیا معلومه کړي.

د څیړونکو ددغې ډلې رئیس پیتر سی‌برگر، د امریکا غږ ته وویل چې ددغه بوټي د شېرې د لوړ کیفیت ترلاسه کولو لپاره د دوو مستقلو لابراتوارونو سره کار کوي.

هغه زیاته کړه چې ددغې څیړنې نتیجې به ژر ترلاسه شي او په راتلونکو اونیو کې به وتوانیږي چې ددې ګیایي مرکباتو په هکله دقیق معلومات وړاندې کړي.

ښاغلي سی‌برگر، وویل چې په بل پړاو کې به دغه درمل پر انسان باندې وازمایل شي.

د روغتیا نړیوال ستزمان هم ویلي دي چې ددې بوټې د ګټورتیا په اړه به پلټنه وکړي.

خو متخصصین وایي که څه هم چې دغه درمل جانبي عوارض نلري باید معجره ناک ونه ګڼل شي ځکه تر اوسه طبي متخصصینو د هغې ګټورتیا نده تصدیق کړې.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او په بیړه ټولې نړۍ تهخ خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې می ۱۷ (غوایي ۲۸) تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه څلور میلیونه او ۶۴۸ زره تنه په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه ۳۱۲ زره تنه یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG